د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

مسیر: ولسمشر غني وايي، طالبان چې هر چېرې غواړي خبرې ورسره کوم


د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د سولې په تړاو په ننګرهار کې د ولسمشر په پرونیو څرګندونو بحثونه کړي او په‎دې اړه‌یې بېلابېل نظرونه خپاره کړي دي.

  • هېرټ اف اشیا

هېرټ اف اشیا انګلیسي ژبې ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې افغانستان اوس‎مهال په یو داسې پړاو کې دی چې دی ترې د ۴۰ کلن بحران پای لیدلی شي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني پرون په ننګرهار کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، داسې مهال چې د جګړې د پای ته رسولو له‎پاره هڅې روانې دي، خو دوی اوس هغې نقطې ته رسېدلي دي چې دی ترې د تېرو څلورو لسیزو اوږدې جګړې پای لیدلی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي غني د دغه پرمختګ له‎پاره د هېواد د دیني عالمانو څخه مننه وکړه چې د ده په وینا دا هر څه یې ممکن کړل.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې ولسمشر د سولې د هڅو له‎پاره د خپل حکومت هوډ تکرار کړ او ویې‌ویل، هر ځای چې طالبان غواړي دی او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله چمتو دي چې ورشي او خبرې ورسره وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ولسمشر په ننګرهار کې په خپلو پرونیو خبرو کې وویل چې د سولې په وړاندې ټول خنډونه له‎منځه وړل شوي دي او دی به چا ته اجازه ورنه‎کړي چې د دې بهیر پر وړاندې خنډ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر په‎داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې یې له طالبانو سره اعلان کړې یو اړخیز اوربند پای ته رسولی وو، دا هم یاده کړه چې له طالبانو سره د اوربند غځېدو او د خرقې شریفې په ګډون په هر ځای کې خبرو ته چمتو دی.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د ولسمشر له‎خوا دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د اختر له درې ورځني اوربند وروسته د افغان پوځیانو پر ضد جګړه بیا پیل کړې او تر دې دمه‌یې د سولې په تړاو د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه‎دی ورکړی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني په ننګرهار کې د سولې، عدالت، ثبات او امنیت له‎پاره د جدي کار هوډ څرګند کړ.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر پر ځوانانو غږ وکړ چې د زورواکو او غاصبینو پر ضد غږ پورته کړي او د هغو په اړه شواهد، اسناد او عریضې راټولې کړي، څو پر ضد یې اقدام وشي.

هېواد لیکلي دي چې ولسمشر په خپلو خبرو کې په‎دې خوښي وښودله چې د ننګرهار په ولسونو کې دوه ډوله اجماع ویني.

  • لومړی دا چې ټول سوله غواړي.
  • دوهم دا چې ټول د قانون حاکمیت غواړي.
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا تر دې سرلیک لاندې طالبان چې هر چېرته غواړي، خبرې ورسره کوم، د ولسمشر اشرف غني یوه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر په خپله لیکنه کې ویلي دي چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه ځوانان جوړوي چې تر اوسه‌یې یوه ورځ هم د سولې مخ نه‎دی لیدلی.

د ورځپاڼې په وینا د ولسمشر په لیکنه کې د اختر په ورځو کې اوربند د افغانستان په تېر ۴۰ کلن تاریخ کې بې‌ساری بلل شوی چې تر ډېره‌یې په افغانستان کې د سولې په تړاو د شنونکو باورونه او فرضیې ناسمې ثابتې کړي.

مسیر لیکي چې ولسمشر په‎دې لیکنه کې له طالبانو غوښتي دي چې د سولې له‎پاره د ده طرحه چې په تېره فبروري میاشت کې یې وړاندې کړې ومني، اوربند دې تمدید کړي او د ښه نیت له مخې دې په رسمي خبرو کې راګډ شي.

XS
SM
MD
LG