د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ننګرهار چارواکي: په وروستي برید کې یوازې ۱۳ تنه اهل هنود وروڼه وژل شوي


په وژل شویو کې په اوتار سنګهـ سربېره د ځینو راپورونو پر اساس د راوېل سنګهـ او اقبال سنګهـ په څېر د افغان سېکهانو او هندوانو د ځیني نور مشران هم شامل دي.
په وژل شویو کې په اوتار سنګهـ سربېره د ځینو راپورونو پر اساس د راوېل سنګهـ او اقبال سنګهـ په څېر د افغان سېکهانو او هندوانو د ځیني نور مشران هم شامل دي.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، تر پرون یکشنبې د جلال‎اباد ښار په موټر بم برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته ورسېد.

په ننګرهار کې د پروني موټر بم برید اکثر وژل شوي او ټپیان افغان سېکهان دي.

دا خبره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب‌الله کامه‎وال تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلي کامه‌وال زیاته کړه:

"په تأسف سره ووایم، کومه پېښه چې په جلال‎اباد ښار کې شوې موږه ۱۹ تنه اجساد لرو او ۲۱ تنه هم ټپیان لرو. ۱۳ تنه اجساد موږ ثابت کړي چې اهل هنود وروڼه دي. د څلورو هویت نه‎دی ثابت چې فکر کوو دا به هم اهل هنود وروڼه وي. ۲۱ تنه ټپیان دي چې ۷ تنه‌یې اهل هنود وروڼه دي. ۴ تنه تر تداوي وروسته رخصت شول او نور ټپیان تر جدي مراقبت لاندې دي."

ارشیف
ارشیف

ښاغلي کامه‎وال وویل، د ټپیانو درملنه روانه ده او یوازې د یوه ماشوم وضعیت نازک دی.

په جلال‎اباد ښار کې موټر بم برید پرون په مخابراتو څلورلاري کې ډېری هغه کسان هدف ګرځولي چې له شاهي ماڼۍ نه د افغان ولسمشر اشرف غني له لیدنې وروسته بېرته راګرځېدلي وو.

په‎دې ډله کې د اوتار سنګهـ په مشرۍ د افغان هندوانو او سېکهانو یوه ډله هم شامله وه.

اوتار سنګهـ د افغان سېکهانو او هندوانو د شورا مشر او د دوی له ډلې د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازنی کاندید و.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب‎الله کامه‎وال د اوتار سنګهـ وژل کېدل تأیید کړل.

ده وویل:

"تر اوسه پورې چې موږ ته ۱۳ تنه مړي مشخص شوي دي په‎دې کې د اوتار سنګهـ په نوم چې موږ هم اورېدلي چې ولسي جرګې ته نوماند و هغه هم په‎کې شامل دی."

اوتار سنګهـ موده مخکې له ازادي راډيو سره هم خبرې کړې وې چې ویل‌یې د خلکو د خدمت لپاره د ولسي جرګې انتخاباتو ته کاندید شوی دی.

ولسي جرګې ته لومړنی سیکهـ کاندید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

ښاغلي اوتار سنګهـ زیاته کړې وه:

"له هر ځای چې ماته کوم پیغام راغلی او زموږ په خلکو کې کومه ستونزه راغلې ما دا نه‎دي ورته ویلي چې دا شپه ده که ورځ ده، غرمه ده که ماښام دی ورته وتلی یم ځان باندې مې قرباني منلې او خدمت مې کړی. زما ارزو دا نه‎ده چې یوازې سېکهـ یا هندو ته خدمت وکړم زما هیله دا ده چې د افغانستان په ولسوالیو کې په ولایتونو او کلیو کې خلک خپلو حقونو ته ورسوم."

په وژل شویو کې په اوتار سنګهـ سربېره د ځینو راپورونو پر اساس د راوېل سنګهـ او اقبال سنګهـ په څېر د افغان سېکهانو او هندوانو د ځیني نور مشران هم شامل دي.

په ننګرهار کې په‎داسې حال کې عام افغانان په یوه برید کې ووژل شول چې ویل کېدل په جلال‎اباد ښار کې د ولسمشر اشرف غني د سفر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG