د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

کاندس روندو: یوې سیاسي روغې جوړې ته څرنګه رسېدلی شو؟


د امریکا چاپ د هیل ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د بحث په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا بحث د افغانستان لپاره د امریکایي ځواکونو د نوي قوماندان په اړه دی.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د نوي قوماندان ټاکنه تائید کړه.

د هیل ورځپاڼه چې د کانګرس خبرې خپروي، لیکي، که څه هم د سکاټ میلر له تائید سره په اسانۍ موافقه وشوه خو ځینو سناتورانو له هغه څخه د سوال پر سر سوال وکړ.

ورځپاڼه لیکي، له مسه چوسټ څخه د ډیموکرات ګوند سناتورې الیزابت وارن له جنرال میلر څخه وپوښتل، تر اوسه چې هر امریکایي جنرال ته دا دنده سپارل شوې هغه د افغانستان د جګړې د عطف نقطې په اړه خبره کړې خو دا ټکي دومره زیات شوي چې حلقه ترې جوړه شوې، ټول تر دې حلقې راڅرخي او د هدف څرک نه لیدل کېږي.

سناتور الیزابت بیا له جنرال میلر څخه پوښتنه وکړه چې د بدلون داسې بل ټکی هم شته چې له هغه سره د افغانستان شخړه پای ته ورسېږي؟

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، جنرال میلر په ځواب کې وویل چې دا مني چې دا جګړه اوږده شوې او دی نه شي کولی چې د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره ځانګړی زمان یا ځانګړې نېټه اعلان کړي.

خو د هیل لیکي، په کوچیني اختر کې درې ورځني اوربند له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا د لومړي ځل لپاره د هیلو یوه کړکۍ پرانیسته چې د دا جګړه به له دیپلوماتیکي لارې ختمه شي.

خو طالبانو د اوربند له تمدید سره مخالفت کړی او له اختر وروسته یې جګړو ته زور ورکړی.

واشنګتن پوسټ:

بلې امریکایي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ هم د افغانستان د سولې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا مقاله د دغې ورځپاڼې د یوې پخوانۍ خبریالې کاندس روندو ده.

کاندس لیکي، په افغانستان کې سوله اسانه نه ده خو یوازینۍ لار ده، دا بیا پوښتنه کوي چې یوې سیاسي روغې جوړې ته څرنګه رسېدلی شو؟

روندو یو وخت په افغانستان کې د سیګار سلاکاره وه او اوس د جګړې د راتلونکې په نوم د مرکز جګپوړې غړې ده.

دا د خپلې پوښتنې په ځواب کې لیکي چې شپږ کاله مخکې چې زه په کابل کې اوسېدم هرڅه په تیاره کې وو، لکه اوس خو یو شی چې اوس روښانه دی هغه د ملګرو ملتونو هڅې دي چې غواړې ټولې خواوې د خبرو مېز ته راولي.

په مقاله کې وړاندې راغلې دي چې له طالبانو سره به د سولې خبرې کلونه وخت ونیسي او یوه باثباته سوله له دې سره تړلې ده چې موږ د مهمو او عاجلو موضوعاتو ترمنځ توپیر وکړو او لومړیتوب معلوم شي.

XS
SM
MD
LG