د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

مالیې وزیر: د تېرو ۳ کلونو په پرتله په عوایدو کې ۱۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی


د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، د تېرو درې کلونو په پرتله په ملي عوایدو کې سل فیصده زیاتوالی راغلی.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، د ملي وحدت حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی دی.

د نوموړي په وینا په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان کلني عواید له سلو میلیاردو نه ښکته وو، خو تېر کال دغه شمېر نېږدې ۱۷۰ میلیاردو افغانیو ته ورسېده چې ۷۰ فیصده زیاتوالی ښيې.

دی وايي:

"کومه ارزونه چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وشوه چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې بشپړه شوه وړاندوینه کېږي چې زموږ عواید د ۱۸۰ تر۲۰۰ میلیاردو افغانیو پورې رسېږي."

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلي حکیمي دغه شان وویل، نړیوالو مرستندویانو تېره ورځ په لیکلي بڼه ژمنه کړې چې ۲.۵ میلیارده امریکایي ډالره به په راتلونکو درېیو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره مرسته وکړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې تردې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې د فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون ویلي چې اوس هم ۴۰ سلنه عواید د فساد ښکار او د خلکو شخصي جېبونو ته لوېږي.

خو د افغانستان مالیې وزارت په کراتو ټينګار کړی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کار پوه سیف الدین سیحون وايي، د عوایدو د زیاتېدو په تړاو د مالیې وزیر څرګندونې تر یوه حده د افغانستان اوسني واقعیت څخه لېرې دي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

ښاغلي سیحون زیاته کړه:

"د افغانستان د مالیې وزیر څرګندونې د مالي عوایدو د زیاتېدو په تړاوتریوه حده له واقعیته لېرې دي، یو هېواد هغه مهال د کورني عوایدو د زیاتیدو ادعا کولی شي چې هم پراختیايي او هم عادي بودجه له کورنيو عوایدو تأمین کړي."

نوموړی وايي، دا مهال د افغانستان نېږدې ۶۰ تر سلو پورې انکشافي بودجه د نړیوالو مرستو له لارې لوري تمویل او تنظیمېږي، خو په خبره یې که افغان حکومت مالي چارې رڼې کړي، اقتصادي وده به هم زیاته شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG