د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

په افغانستان کې د المپيک نړیواله ورځ د سولې او يووالي په نوم ولمانځل شوه


د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او افغان لوبغاړو د المپيک نړیواله ورځ په بېلابېلو لوبو او ځانګړو نندارو سره ولمانځله او په هېواد کې يې د تلپاتې سولې د ټینګښت هیله وکړه.

د المپيک ملي کمېټې او بدنې روزنې رئیس حفیظ ولي رحیمي په کابل کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې له افغان لوبغاړو وغوښتل چې د ورزش له لارې دې خلک سولې او يووالي ته را وبولي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه د هېواد له ټولو ورزشکارانو هیله لرم چې د ورزش د ودې ترڅنګ دې، د سولې لپاره هم په هېواد کې کار وکړي، څو د المپيک د نړيوالې کمېټې نړیوال شعار چې سوله، يووالی او د ټولنې د ټولو وګړو ترمنځ برابري ده، هغه پلی کړو."

ښاغلي رحیمي دا شان وویل چې د افغانستان ورزش اوس مخ پر ودې روان دی او افغان لوبغاړي په نړیوالو میدانونو کې د هېواد نوم ځلوي.

د المپیک د مشرۍ پر سر له دوو کلونو ناندریو له پای ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د ټولو ورزشي فدراسیونو مسؤلین او لوبغاړي تر يو چتر لاندې راټولېږي او د المپيک نړیواله ورځ لمانځي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان له شااوخوا ۵۰ ورزشي رشتو سلګونو افغان لوبغاړو او د ورزشي بنسټونو مسؤلینو ګډون کړی و.

خو له دې ټولو سره سره د يو شمېر ورزشي فدراسیونو مسؤلین شکایت کوي چې د المپيک ملي کمېټې او حکومت له خوا ورته لازمه پاملرنه نه کېږي.

په هوا کې الوتنه يا هوا بازي يو له هغو لوبو ده چې د مسؤلینو او لوبغاړو په خبره، په تېرو ۷ کلونو کې د المپيک ملي کمېټې او حکومت له خوا ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د دغې لوبې يو تن لوبغاړی عزیزالله ارماني وايي، که د المپيک ملي کمېټې او حکومت له خوا ورته زمینه مساعده شي، نو په نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان نوم وځلوي.

دی وایي:

"موږ په تېرو ۷ کلونو کې له خپلو شخصي امکاناتو ګټه اخيستې ده او موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې، موږ هیله لرو چې المپيک او حکومت موږ سره مرسته وکړي، څو د افغانستان په استازولۍ په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلو."

ښاغلی ارماني وايي، د دغه ورزش له لارې غواړي افغانستان او نړۍ ته د سولې پيغام ورسوي او خلک سولې ته را وبولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کبډي فدراسیون رئیس فردین ضیايي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، ازادي راډيو ته وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د المپیک نړیوالې ورځې په لمانځنه کې يو توپير دا دی چې ټول لوبغاړي او ورزشي فدراسیونه تر يوه چتر لاندې دغه ورځ لمانځي.

ضیایي وویل:

"په تېر کلونو کې که څه هم د موازي المپيک او فدراسیونونو په برخه کې ستونزې وې، خو بیا هم دغه ورځ هر کال لمانځل کېدله او سږ کال هم ولمانځل شوه، اوس شته ستونزې تر ډېره هوارې شوي او زموږ ورزش مخ پر ودې روان دی او موږ هیله لرو چې په هېواد کې سوله ټینګه شي او ټول لوبغاړي تر يوه چتر لاندې ژوند وکړي."

د المپيک نړیواله ورځ له ۱۸۹۴ کال راهیسي په ټوله نړۍ کې د جون په ۲۳ مه د سولې، يووالي او برابرۍ په نوم لمانځل کېږي.

دغه ورځ په افغانستان کې له ۱۹۶۸ کال راهیسي لمانځل کېږي چې ځيني وخت د جنګ جګړو له امله، دغه ورځ نه ده لمانځل شوې او ځنډ په کې راغلی دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG