د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه لري چې د رأی ورکوونکو د نوملېکنې په بهیر کې به اووه میلیونه کسان ګډون وکړي.
پهداسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خبره د افغانستان نیمايي وګړي د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي، خو د دغه کمېسیون مسؤلین توقع لري چې اووه میلیونه وګړي د رأی ورکوونکو د نوملېکنې په بهیر کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې دغه کمېسیون ویلي و چې په ټاکنو کې د ۹ میلیونو تنو د ګډون لپاره امادګي لري.
د دغه کمېسیون يوه کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهال ۵.۵ میلیونو وګړو نوملیکنه کړې او د نوملېکنې بهیرد جوزا له ۲۲مې نېټې نه ۲۵ ته غځول شوی دی.
ښاغلی هاشمي زیاتوي:
"د افغانستان نیمايي وګړي د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي، خو شتهوو ستونزو ته په کتو ټول خلک په ټاکنو کې ګډون نهشي کولای، موږ تمه لرله چې تېرو ټاکنو ته په کتو له ۵ نه ۷ میلیونو پورې وګړي نوملېکنه وکړي."
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د رأی ورکوونکو د نوملېکنې بهیربه په کلیو کې د جوزا له ۱۹مې نېټې نه د سرطان تر ۵ مې نېټې پورې روان وي.
د دغه کمېسیون مسؤلین وايي، د چهارشنبې په ورځ يې د دغه کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته د پخوانیو نوماندانو د حقونو په خوندیتوب د ۱۳ نویو نوماندانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی دی.
ښاغلی هاشمي هیله مندي ښيي، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري دې د يادو نوماندانو له ډلې يو تن دې دوی ته ژر تر ژره وپېژندل شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریزکال د میزان يا تلې د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو نه د څار يو شمېر بنسټونه په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکوونکو د شمېر په اړه اندېښنه لري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فيفا اجرائیوي مشر يوسف رشید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که اووه میلیونه نوملېکنه وکړي، نو ښايي د انتخاباتو په ورځ څلور میلیونه يې ګډون وکړي چې دغه چاره به انتخاباتو ته لویه صدمه ورسوي.
دی وايي:
"د ۷ میلیونو کسانو نوملېکنې ته چې کمېسیون یې تمه لري د انتخاباتو لپاره ښه رقم نهدی، ډاډه نه یم چې د ۷ میلیونو کسانو له ډلې دې ۴ میلیونه هم رأی ورکړي، ځکه ناامني، د نوماندانو په اړه د خلکو معلومات، د خلکو لېوالتیا او بې باورۍ کولای شي په دغه بهیر منفي اغېز وکړي."
ښاغلی رشید وايي، د نوملېکونکو کسانو د شمېر په اړه د انتخاباتو کمېسیون لهخوا وړاندې شوې شمېرې دقیقې نهدي او نوموړی له دغه کمېسیونه غواړي چې دغه بهیر دې د يوې مودې لپاره نورهم وغځوي.
راپور:محمد واصل وصال