د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

چین به په شانګهای سازمان کې د ترورېزم پر وړاندې د لا پياوړې مبارزې هڅه وکړي


چین به له خپلو یو شمېر نږدې ډیپلوماتیکو متحدینو سره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د لا پیاوړي کېدو هڅه وکړي.

ټاکل شوې د روانې اوونۍ په پای کې په پیکېنګ کې سیمه‌ییزه امنیتي غونډه ترسره شي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا روانه اوونۍ ویلي وو چې د شانګهای د همکاریو سازمان یوه ډېره عمده دنده د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د مبارزې دوام دی.

سینهوا لیکي د اسلامي دولت نومې ډلې غړي په سوریې او عراق کې تر ماتې وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته ورګرځېدلي دي.

چین اوس له خپلو نږدې متحدینو سره هڅه کوي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په راتلونکې غونډه کې چې د شنبې او یکشنبې په ورځ په چین کې ترسره کېږي، د ترورېزم پر وړاندې مباره لاپیاوړې شي.

روېټرز خبري اژانس د سینهوا د راپور له مخې لیکلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د وسله‌والو یاغیانو څه باندې ۵۰۰ روزنیز مرکزونه تخریب کړي او د نړیوالو ترورېستي سازمانونو شااوخوا دوه زره غړي یې نیولي دي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان‌یې لومړني غړي و.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې ورسره یوځای شول او ایران هم له دې سازمان سره د یوځای کېدو هیله ښودلې وه.

د شانګهای سازمان یوه غونډه
د شانګهای سازمان یوه غونډه

افغانستان په دې سازمان کې د څارنې دنده لري.

چین وایي، دوی د دغه هېواد په شینجن سیمه کې د اسلام‌پالو تندلارو له ګواښ سره مخامخ دي.

په دې سیمه کې په وروستیو کلونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

چین له ډېرې مودې راهیسې په روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو کې د دغه هېواد د امنیتي ستونزو لپاره خواخوږي لري، خو لوېدیځ هېوادونه بیا په چین کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښمن دي چي پیکېنګ‌یې دا تورونه ردوي.

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه د چین په شمالي ساحلي ښار قینګداو کې د جون پر ۹مه او ۱۰مه داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د جون پر ۱۲مه په سنګاپور کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ تاریخي لیدنه وشي.

د کرملېن د بهرنۍ پالېسۍ سلاکار یوري یوشاکوف «Yuri Ushakov» روانه اوونۍ خبریالانو ته ویلي وو چې د جمعې په ورځ به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پېنګ د کوریا ټاپو وزمې په اړه بحث وکړي، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

د روسیې او چین ولسمشران
د روسیې او چین ولسمشران

د شانګهای په راتلونکې سرمشریزه کې د ایران د ولسمشر ګډون به چین او روسیې ته یو فرصت ورکړي چې د ایران اټمي تړون ته خپله ژمنتیا بیا تکرار کړي.

بل‌خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې دوی نه‌غواړي د ایران موضوع دغه سرمشریزه تر سیوري لاندې راولي.

سره له دې چې د دغه سازمان د غړو ترمنځ د اختلافاتو پر هواري په ډیپلوماتیکه ژبه توافق شته، خو لا هم د دوی تر منځ جدي اختلافات شته چې معمولاً له نظره پټ پاتې دي.

په دې اختلافاتو کې هغه څه چې چین‌یې د ترورېزم، بېلتون‌پالنې او تندلارۍ درې شیطاني ځواکونه بولي، شامل دي.

د بېلګې په ډول روېټرز لیکي چې هند او پاکستان لا هم پر یو بل جدي شک لري او چین له ډېرې مودې راهیسې د اوکراین د ستونزو پر سر په عمومي ډول د روسیې له کلک ملاتړه ډډه کړې ده.

یو شمېر څېړونکي وایی، د هند او پاکستان ترمنځ تاریخي ستونزې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرېکړو د بهیر پر مؤثریت اغېز کولای شي.

XS
SM
MD
LG