د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د کونړ سيند د څپانده کېدو له امله ننګرهار کې سلګونه کورنۍ کډه شوي


د کونړ سيند د څپانده کېدو له امله د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د زاخېلو څخه په سلګونه کورنۍ کډه شوي دي.

هر کال د ګرمۍ په موسم کې سیندونه په مستۍ راځي، ځيني سیندونه کله کله دومره څپانده شي چې د نږدې سیمو زراعتي او د استوګنو ځایونه هم له ځانه سره لاندې کوي.

د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د کونړ سیند په مستۍ راغلی چې له امله‌يې د زاخېلو سیمو په سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته بې‌ځایه شوي.

د کامې ولسوالۍ د زاخېلو اوسېدونکي هر یو ننګيالی او عبدالواحد یې په اړه وايي، د کونړ سیند د تېرو کلونو په پرتله ډېر زیات څپانده شوی دی او همدا لامل دی چې د دوی په سیمو کې د خلکو استوګن ځایونه او زراعتي ځمکې زياتې خرابه کړي.

دوی وايي:

"نن‌يې درېیمه ورځ ده چې د کامې ولسوالۍ په زاخېلو او دوه نورو کلیو باندې د کونړ سیند راغلی، سږ کال په‎دې سیند کې د پخوا کلونو په پرتله اوبه زیاتې شوي او شااوخوا ۷۵۰ کوره د دې اوبو د زیاتېدو له امله کډه شوي."

"خپله زاخېلو ته ورغلم دا درېيمه ورځ ده چې کډې بارېږي، خو تر اوسه چا پوښتنه نه‎ده کړې او ما خپله وليدل په زرګونه جریبه ځمکه‌يې لاندې کړې ده."

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي اداره وايي، دوی د طبیعي پېښو پر مهال د چمتووالي ادارې ته دنده سپارلې چې د زیانمنو شویو کورنيو سره لازمه مرسته وکړي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي زیانمنو شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به د اړتیا وړ بېړنۍ مرستې ورورسېږي.

عطالله خوګياڼی
عطالله خوګياڼی

دی وايي:

"د کامې د زاخېلو په سیمو کې د کونړ سیند اوبه زیاتې شوي او هلته یو شمېر کورنۍ بې‎ځایه شوي، والي صیب د بېړنیو مرستو رسولو کمېټې ته دنده سپارلې چې د کامې ولسوالۍ زاخېلو سیمو ته بېړنۍ مرستې واستوي."

د طبیعي پېښو پر مهال د چمتووالي ادارې مسؤلین وايي، زیانمنو شویو سیمو ته‌يې د سروې ټيمونه استولي او کله چې څېړنې بشپړې کړي، سملاسي به یادو سیمو ته مرستې ورواستوي.

تېر کال هم د کونړ سیند د څپانده کېدو له امله په لسګونه کورونه او په زیاته اندازه زراعتي ځمکه اوبو لاندې کړې وه.

د سیمې خلک له ولایتي ادارې نه غواړي چې د مؤقتي مرستو پر ځای دې، د دوی د استوګن ځایونو او زراعتي ځمکو د خوندیتوب لپاره استنادي دېوالونه جوړ کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG