د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

میاخېل: د ټاپي پروژې پر مسیر ځای پرځای شوې کورنۍ کډوال وو


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په هرات کې د ټاپي پروژې په مسیر پرتې ځينې بېځایه شوې کورنۍ د وزارت له خوا انجیل ولسوالۍ ته لېږدول شوې دي.

په هرات کې د ټاپي پروژې په اوږدو کې د ځينو ناپېژانده کورنیو ځای پر ځای کېدو د دغې پروژې د تطبیق پر وړاندې امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخېل دا اندېښنې بېځایه بولي.

ښاغلی میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کورنۍ چې شمېره یي ۵۳۷ ته رسېده، د بادغېس، فاریاب او جوزجان ولایتونو څخه د وچکالیو له امله بېځایه شوي او د ټاپي پروژې پر مسیر هستوګنې شوې وې چې اوس د هرات د انجیل ولسوالۍ ته لېږدول شوې دي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل وویل:

"دا هغه کورنۍ دي چې له فاریاب، غور او جوزجان ولایتونو د وچکالیو له کبله بېځایه شوی دي، د کډوالو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو سره په ګډه یوه سروې وکړه، دې سروې وښوده چې دا کورني بېځایه شوي دي، دوی مرستې تر لاسه کړي او دوی ته مو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د کوهدستان په سیمه کې د اوسېدو زمینه برابره کړه."

دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازو، د ټاپي پروژې پر مسیر د یو شمېر ناپېژانده کورنیو د ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ټاپي نل لیکې چارې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د جمهور رئیسانو، د پاکستان د صدراعظم او د هندوستان د ملي امنیت د سلاکار له خوا په هرات کې پرانېستل شوې، خو د امنیت د ټینګښت په اړه یې تل اندېښنې مطرح شوې دي.

دا پروژه چې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرتېږي، له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ۳۳ ميلیارده متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري چې د نورو امتیازاتو تر څنګ به، افغانستان له دې لارې هر کال ۴۰۰ ميلیونه ډالر د ټرانزیټ حق هم تر لاسه کوي.

له دې سره افغان چارواکو ویلي چې ټاپي پروژې په افغانستان کې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دغې پروژې د امنیت په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې بیا بیا د امنیت ډاډ ورکړی دی.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق مجروح د ټاپي پروژې پر مسیر د ناپېژاندو کورنیو ځای پر ځای کېدل بله اندېښنه بولي، دی وايي چې دغه کورنۍ په نااشنا ژبه خبرې کوي.

دی زیاتوي:

"یو شمېر کورنۍ چې هویت یې معلوم نه دی چې له کومه ځایه دي او یا ولې هرات ته راغلي، په هغه ځای کې ځای پر ځای شوي دي چې په یوه کیلومتر کې ورسره د ټاپي پروژه تېرېږي، د دوی د موجودیت په صورت کې به د ټاپي پروژه له سترو ګواښونو سره مخ شي او دوی به د دغې پروژې پر وړاندې یو ستر سرخوږی وي."

ښاغلی مجروح وايي، دا کورنۍ لا هم د ټاپي پروژې پر مسیر پرتې دي چې د ده په وینا،د یادې پروژې د امنیت پر وړاندې جدي ګواښ دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د ټاپي پروژې د امنیت ټینګښت د دوی په لومړیتوب کې ځای لري او څوک به پرې نږدي چې پر وړاندې یې ستونزې جوړ کړي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG