د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


فوربس مجلې د افغانستان په اړه په خپله تازه مقاله کې پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو اغېزې سپړلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې پر ایران د امریکا متحده ایالتونو اقتصادي بندیزونه به ممکن افغانستان او عراق هم په خطر کې واچوي.

د مقالې لیکوال ویلي چې افغانستان او عراق څو ګډې وجهې لري چې له هغې ډلې د جنګ او فساد له امله کمزوری اقتصاد د پام وړ دی.

له بلې خوا لیکوال دې ته هم اشاره کوي چې افغانستان او عراق له ایران سره ګډې پولې او شریک تجارتونه لري.

لیکوال افغانستان ته د ایران د چهابهار د بندر اهمیت ته اشاره کړې او ویلي چې دا بندر تېر کال د هند په ۵۰۰ میلیونه ډالري پانګونې سره پراخ شو.

د فوربس مجلې په دې مقاله کې دا برخه لږه نوره هم تر تمرکز لاندې نیول شوې او ویل شوي چې د چابهار بندر په چوکاټ کې د اورګاډي یوه مستقیمه پټلۍ افغانستان ته هم غځیږي.

لیکوال وايي که د امریکا له متحدینو یو هم اقتصادي درد حس کړي د دې اټکل نه کیږي چې دا هېواد دې د ایران په وړاندې خپله کړنلاره بدله کړي.

امریکا متحده ایالتونو له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو په دغه هېواد د نویو سختو بندیزونو ګواښ وکړ.

ډپلوماټ:

ډپلوماټ خپرونې د افغانستان او پاکستان په تجارتي او اقتصادي اړیکو یوه مقاله لیکلې ده او پوښتنه یې کړې ده چې څوک به ګټونکی شي؟

لیکوال ویلي چې افغانستان په وچه کې د یوه ایسار هېواد په توګه په پاکستان پورې تړلی پاتې دی.

خو مقاله لیکونکي استدلال کړی چې اوس نو دا احتیاج د بدلون په حال کې دی.

د مقالې په دوام راغلي چې د ایران بندر عباس او چابهار بندر په څېر د بدیلو لارو د موندلو لپاره د افغانستان هڅو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچه ډېره راکمه کړې ده.

ډیپلوماټ خپرونې مثال راوړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري په تېرو کلونو کې څه باندې دوه اعشاریه اوه میلیارده ډالره ته رسېده خو په روان مالي کال کې دا سوداګري پنځه سوه میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده.

لیکوال ویلي چې پاکستان هڅه کوي څو د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته لار ومومي خو افغان حکومت به یې مخه نیسي.

د ډیپلوماټ د خپرونې د دې مقالې لیکوال خپلې خبرې داسې ټولوي چې پاکستان به بلآخره د خپلو تګلارو په بدلولو سره بایلونکی شي ځکه افغانستان به ځان ته نور شریکان ولټوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG