د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسوالیو امنیتي وضعیت د ښارونو په پرتله یوه ننګونه ده


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر تېره ورځ پیل شو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، سره له دې چې په ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه ډېر دي، خو بیا هم ډېری خلک لېوالتیا لري چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.

د دغه کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۶» له ازادي را‌ډيو سره په خبرو کې که څه هم ونه ویل چې په ولسوالیو کې په څه شمېر رای ورکوونکو نوم لېکنه کړې، خو زیاته يې کړه چې په ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر د ثور میاشتې پر ۲۵ نېټه پیل شوی چې خلکو ترې تود هرکلی کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"په ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر تېره ورځ پیل شو او معمولاً د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د شمېر په اړه یوه ورځ وروسته راپور رسېږي، خو هغه راپورونه چې اوس مهال موجود دي ویلی شو چې په ولسوالیو کې هم د خلکو حضور ډېر دی، خو د ښارونو په پرتله په ولسوالیو کې امنیتي ستونزې ډېرې دي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسولیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د لېوالتیا خبره داسې مهال مطرح کوي چې تردې وړاندې وسله والو مخالفینو په غور، بادغیس، فراه او یوشمېر نورو ولایتونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو حملې کړي دي.

که څه هم ښاغلي دولتي په ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په تړاو اندېښنه وښوده، خو تردې وړاندې امنیتي ارګانونو ډاډ ورکړی چې د مرکزونو امنیت به خوندي کړي.

دغه بهیر په ښارونو کې د ثور میاشتې پر ۲۵ نېټه پیل شوی چې د جوزا تر ۷ پورې به دوام وکړي.

ویل کېږي چې دغه بهیر به د جوزا له ۹ تر ۲۲ نېټې پوري په کلیو کې دوام پیدا کړي.

له بلې خوا فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید وویل چې په ولسوالیو کې امنیتي ګواښونو او د کار کوونکو کمښت ته په کتو به د نوم لیکنې په مرکزونو کې د خلکو حضور کمرنګه وي.

یوسف رشید
یوسف رشید

"د ولسوالیو په کچه تر ټولو غټه ستونزه نا امني ده، ځکه ترهغه چې د خلکو امنیت تامین نشي د نوم لیکني پر بهیر به جدي اغېزې ولري، بله مسئله د نوم لیکنې په مرکزونو کې د کار کوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه کار کوونکو کمرنګه حضور دی او درېیمه مسئله د کار کوونکو ګواښل دي چې دا ټول په جدي مسایلو کې راځي."

ښاغلي رشید د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې شته ستونزو ته په کتو وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په هغه کچه چمتووالی نه لري چې انتخابات پر خپل وخت ترسره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG