د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ویسا: حکومت دې د جنګ د مدیریت په اړه له سره غور وکړي


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان پر موجوده امنیتي حالاتو او د راتلونکو انتخاباتو په اړه پر ځینو پرمختګونو بحثونه کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې موجوده ناامنۍ د زیاتېدو په حال کې دي او روانه جګړه دومره پېچلې ده چې عام خلک‌یې د حل‎لارو د مؤثریت په اړه ناهیلي کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې د روانې جګړې لاملونو ته په اشارې لیکلي چې ایران او پاکستان دلته خپلې ګټې په جګړه کې ویني او همدا دواړه هېوادونه په افغانستان کې د ډېرو بدمرغیو اسباب برابر کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې په افغانستان کې د موجوده نا امنیو ځینو نورو لاملونو ته هم اشاره کړې او په‎دې تړاو یې د جدي بحث غوښتنه کړې، څو د موجوده ناامنیو او د هغو لاملونو د له‎منځه وړلو له‎پاره د ګډ کار زمینه برابره شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د ترهګرۍ پر خلاف د روانې جګړې یوه اساسي ستونزه دا ښودلې چې دا جګړه یوازې په افغانستان کې روانه ده او اوږده شوه چې ان خپله په امریکا او د نړیوالو متحدینو په کورونو کې یې ځینې پوښتنې راولاړې کړې دي.

ورځپاڼې وړاندې دا انتقاد هم کړی چې د ترهګرۍ پر خلاف په روانه جګړه کې د ترهګرۍ د روزنې مرکزونه چې په پاکستان کې دي او د دغه هېواد د پوځي او استخباراتي ادارو له‎خوا یې ملاتړ کېږي، نه‎دي ځپل شوي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان د نړیوالو فشارونو سره سره ترهګرې ډلې پالي او د افغانانو پر خلاف‌یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

ورځپاڼې د بحث په پای کې خبرداری ورکړی، که د ترهګرو د روزنې او تمویل مرکزونه په نښه نه‎شي، نو روانه جګړه به لا پېچلې او ستونزمنه شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د روانې جګړې او د سرتېرو د زیاتې مرګ ژوبلې په اړه د مشرانو جرګې غبرګون راخیستی دی او لیکلي یې دي چې حکومت ته په‎کار ده چې د جنګ د مدیریت په اړه دې له سره غور وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې د مشرانو جرګې غړي په‎دې باور دي چې د سرتېرو د مرګ ژوبلې زیاتېدل، د جنګ له کمزوري مدیریت سره تړاو لري.

ورځپاڼې لیکلي چې ځینو سناتورانو د سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له‎پاره د امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې د بدلون غوښتنه کوله.

د کابل ځینو نورو ورځپاڼو بیا د راتلونکو انتخاباتو په اړه پر ځینو پرمختګونو بحثونه کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د تذکرو په کاپي د سټیکرونو د لګولو د طرحې په اړه د ازادو او شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا غبرګون راخیستی دی او لیکلي یې دي چې د راتلونکو انتخاباتو د مهندسي کولو هڅه کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ټیفا دا باور څرګند کړی دی چې حکومت د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون خپلې طرحې تپي.

ورځپاڼې د ټیفا د مشر په حواله لیکلي دي چې پر تذکرو د سټیکرونو لګولو طرحه د حکومت له‎خوا د انتخاباتو پر کمېسیون تپل شوې ده.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د بهیر د ځینو څارونکو ادارو په حواله لیکلي دي چې د انتخاباتي حوزو د محدودولو طرحه به راتلونکي انتخابات زیانمن کړي.

ورځپاڼې د دغو بنسټونو په حواله دا خبرداری هم ورکړی دی چې د دې طرحې پلي کول به د تلې په ۲۸مه په کېدونکو انتخاباتو کې د درغلۍ داسې زمینه برابره کړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو بحران به له خلکو هېر شي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې هم د راتلونکو انتخاباتو په اړه د حکومت پر پرېکړو بحث کړی او هغه‌یې بحران زېږوونکی بللی دی.

XS
SM
MD
LG