د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

په پکتیا کې لس بابه تړل شوي ښوونځي بیا پرانیستل شول


د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې لس بابه د نجونو تړل شوي او غیر فعال ښوونځي یې د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي.

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي چې نن سې شنبه یې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې په سږني تعلیمي کال کې د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي او تشکیلاتي ستونزو له امله ۲۳ بابه تړل شوي او یا هم غیر فعال ښوونځي درلودل.

د ده په خبره چې له نیمایي ډېره برخه یې په زرمت ولسوالۍ او، پاتې نوریې د ځدراڼ مېشت ولسوالیو اړوند سیمو کې موقعیت لري او د کابو لسو کالو راپه دې خوا د زده کوونکو پرمخ تړل شوي و له ډلې یې لس بابه بیا فعال او د زده کوونکو پر مخ پرانستل شول.

نوموړي زیاته کړه:

"په پکتیا کې موږ تقریباً تر شل یا درویشت پورې بند ښوونځي درلودل چې هغه د مختلفو وجوهاتو له کبله تړل شوي وو، دا ښوونځي ډېری برخه یې د زرمت په ولسوالۍ کې وه چې د نجونو ښوونځي و، پکتیا پوهنې ریاست، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ولایتي ادارې په توسط موږ وتوانېدو چې د دې ښونځیو څخه لس بابه ښوونځی موږ د دوی ولایت په مختلفو ولسوالیو کې خلاص کړو."

د کوچي په خبره ټول پرانیستل شوي ښوونځي د نجونو ښونځي دي چې درې بابه په زرمت، یو باب په سیدکرم او شپږ نور یې د ځدراڼو په دریو ولسوالیو، ګردې څېړۍ، وزې ځدراڼ او شواک ولسوالیو کې موقعیت لري.

د کوچي ځاځي په خبره یاد ۲۳ ښوونځي د امنیتي ګواښوونو او دغه راز په یوشمېر سیمو کې د پوهنې وزارت د معیار د نه پوره کولو له وجهې غیر فعال او تړل شوي و، خو اوس یې په یادو سیمو کې د قومي مشرانو او علماء په ملتیا ګڼ شمېر ښوونځي د پوهنې وزارت معیار ته برابر کړي او هم یې امنیتي ګواښونه کم کړي او په نېږدې راتلوونکي کې به پاتې تړل شوي ښوونځی هم پرانیزي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله مند یم چې ۱۳ بابه حتی تر ۱۴ بابو پورې بند ښوونځي به هم موږ په پکتیا کې ولرو چې هغه هم د مختلفو وجوهاتو له کبله تړل شوي دي، هغه هم موږ په دې کال کې وتوانېږو چې په پکتیا کې دا ښوونځي هم خلاص کړو او د ۱۳۹۷ تعلیمي کال تر اخیره پورې موږ په پکتیا کې هېڅ بند ښوونځی موږ ونه لرو."

پکتیا کې د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانیستې خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې لا هم په ښوونځیو کې د مسلکي استادانو او د تدریسي اړین چاپېریال ناسم والي ستونزې محسوسې دي او ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG