د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

مسیر: وحشت تر کله؟ څنګه یې مخه نه نیول کېږي؟ څوک مسؤل دي؟


کابل چاپ ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې نن په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه لیکنې چاپ کړي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په کابل کې پرونۍ چاودنه چې ۹ افغان خبریالان په‎کې شهیدان شول، د ډیموکراسۍ او ډیموکراتیکو ارزښتونو سره د مخالفینو ښکاره دښمني ګڼلې ده.

دنیا لیکلي، دا په ټوله معنی یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل و او په هېڅ ډول نه‎شي توجیه کېدای.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا شان کړنې د هغه ملت سره د ښکاره دښمنۍ اعلان دی چې غواړي د اسلامي او انساني ارزښتونو تر سیوري لاندې یوه سوله‎ییز او با عزته ژوند ولري.

ورځپاڼه لیکي، باید د دښمن پر وړاندې په خپلو پالیسیو او سیاستونو کې بدلون راولو.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ملګري ملتونه، نړیوالې بشري ټولنې او سازمانونه که د افغان ولس ملاتړ کوي، نور باید د دغه دښمن پر ضد غلي پاتې نه‎شي، په تش غندلو څه نه‎کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دښمن معلوم دی او باید نړیواله ټولنه په عملي ډول د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او د ترهګرو مرکزونه او ملاتړې کړۍ یې له‎منځه یوسي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په کابل کې یو ځل بیا خلک د غم په تغر کیناستل، خو تفاوت دا و چې دا ځل ډېره مرګ ژوبله خبریالانو ته واوښته.

سرمقاله لیکونکې لیکي، له‎دې سره یو ځل بیا دا پوښتنې راولاړېږي چې وحشت تر کله؟ څنګه یې مخه نه نیول کېږي؟ څوک مسؤل دي؟ او څه باید وشي؟

ورځپاڼه لیکلي، له امریکا سره واضح او روښانه خبرې په‎کار دي، خو دا خبرې باید د ولس له یوې معتبرې استارولۍ به اړخه وشي، نه د امریکا تر سیوري لاندې حکومت له اړخه.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خبریالانو د خوندیتوب د کمېتې په حواله لیکلي چې د تېرې ورځې د پېښې په تړاو به د نړیوالو جرمنو محکمې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې د دوشنبې د ورځې پېښه یو ښکاره جنایت و چې د رسنیو په وړاندې پلان شوی و.

نور ټولو ورځپاڼو هم په کابل د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شوېو خبریالانو، تصویرونو، د دوی پېژندګلوی او په غم لړلې کیسې چاپ کړي او کورنیو ته یې ډاډګېرنه ورکړل شوې ده.

ورځپاڼو په کابل کې د وژل شویو خبریالانو ترڅنګ چې د ازادي راډیو درې خبریالان هم په‎کې شامل دي په خوست کې په همدغه ورځ د بي بي سي راډیو د خبریال وژل کېدل هم غندلي دي.

XS
SM
MD
LG