د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

نشنل انټرسټ: ایا امریکا د افغان سولې د موافقې لپاره چمتو ده؟


نشنل انټرسټ خپرونې په دې پوښتنې سره یوه مقاله لیکلې چې ایا امریکا د افغان سولې د موافقې لپاره چمتو ده؟

د خپرونې په لیکنه کې راغلي چې طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړي او امریکا هم سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر بل هر وخت زیات د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي دي.

نو د نشنل انټرسټ خپرونه دلیل راوړي چې د دغه کړکېچن وضعیت دوام ښکاره کوي چې په افغانستان کې سولې ته شرایط نه دي برابر.

نشنل انټرسټ لیکلي له کلونو راهیسې جنګ روان دی او د خبرو مخه یې ډب کړې ده.

په مقاله کې د افغانستان جګړه په دریو لوریو ویشل شوې امریکا، افغان حکومت او وسله وال طالبان خو خپرونې پاکستان د افغان جګړې څلورم پټ لوری بللی چې په خبره یې له طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

پاکستان دا رد کړې چې پاکستان یا نورو ترهګرو ته یې ځای ورکړی دی.

د مقالې لیکوال لیکلي چې که څه هم په تېرو شپاړسو کلونو کې هر لوري سولې ته لېوالتیا ښودلې خو د هیچا غوښتنې یو ډول نه دي.

سټارز انډ سټرایپس:

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې بیا د هغو افغان ژباړونکو پر وضعیت مقاله لیکلې چې له امریکایانو سره یې کار کاوه.

ورځپاڼه لیکي که څه هم له افغانستان او عراقه په ۲۰۰۹ کال کې د ژباړونکو د ویستلو په اعلان سره زرګونه دا خلک له خپلو کورنیو سره امریکا ته رسیدلي خو لا هم د نهو زرو افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو د ۱۳۰۰۰ غړیو دوسیې یو ځای نه یو ځای بندې پاتې دي.

د امریکا کانګرس په ۲۰۱۷ کال کې د یو نیم زره ترجمانانو انتقال تائید کړی و چې وروسته یې بیا دا شمېر دوه نیم زرو ته ورساوه.

د امریکا د استازیو جرګې یو غړی ایریل بلومینیور چې امریکا ته د افغان او عراقي ژباړونکو د انتقال پلوی دی وايي د ډونالډ ټرمپ ادارې ځینې ناسمې پالیسۍ د ژباړونکو د انتقال پروسه ستونزمنه کړې ده.

د ډیموکراټانو دا استازی همداراز وايي، له دغو کسانو سره باید داسې چلند ونه شي ځکه هغوی د امریکایانو د خوندیتوب او د امریکايي پوځیانو د عملیاتو لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولي دي.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه:

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې له افغان حکومت غوښتي چې په کندهار ولایت کې د افغان خبریال عبدالمنان ارغند د وژل کېدو پېښه په شفافه توګه وڅېړي.

دې کمېټې په خپله پاڼه کې لیکلي چې د ارغند وژونکی باید محاکمه شي.

د کندهار پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې په تور یې یو تن نیولی او نیول شوي کس منلې چې د طالبانو په لمسون یې ارغند وژلی دی.

پر ارغند دوو کسانو برید کړی و چې پولیسو تر اوسه یو تن نیولی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیايي پروګرامونو همغږي کوونکي سټیفن بوټلر ویلي چې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند وژنه ښکاروي چې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو وضعیت ډېر خطرناکه دی.

دې کمېټې دا هم لیکلي چې په ۲۰۱۷ کال کې لږ تر لږه څلور خبریالان وژل شوي او په دریو رسنیو بریدونه شوي چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG