د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د طالبانو د پسرلني عملیاتو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


  • ډېلي مېل

بریتانيايي ورځپاڼې ډېلي‎مېل د لوګر ولايت یوه افغان چارواکي وژل کېدو ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، وروسته له‎دې چې طالبانو د خپلو پسرلنيو حملو زياتولو اعلان وکړ، د لوګر مرستيال والي قمرالدين شکېب ووژل شو.

په همدې حال کې د کندز ولايت چارواکو ويلي چې طالبانو په‎دې ولايت کې ۱۵ تنه امنیتي ځواکونه وژلي دي.

ډېلي‎مېل لیکلي چې طالبان تر ډېر فشار لاندې دي چې ولسمشر غني ورته د سولې وړانديز وکړ.

خو د چهارشنبې په ورځ دې ډلې په يوه اعلاميه کې د سولې په اړه هېڅ نه‎دي ويلي.

نړيوالو او افغان کارپوهانو ډېلي‎مېل ورځپاڼې ته ويلي، د خندق په نوم د طالبانو د عملیاتو اعلان په ظاهره د ولسمشر غني د وړانديز د ردولو په معنی دی. دا کارپوهان وړاندوينه کوي چې د سږکال جنګي فصل ښايي تر پخوا شديد وي.

  • ډيفینس پوسټ

امریکا چاپ ډيفینس پوسټ خپرونې هم د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته کتلي دي.

د خپرونې په وينا يوازې په يوه ورځ کې طالبانو پر افغان ځواکونو د ګڼو حملو مسؤليت ومانه.

ډيفينس پوسټ لیکلي چې په کندز او فاریاب کې ۲۰ افغان سرتېري د خندق عملیاتو له اعلان سره سم وژل شوي دي.

دا خپرونه د لوګر د مرستيال والي قمرالدين شکېب وژل کېدو په اړه لیکي:

دی په محمد‎اغه ولسوالۍ کې په يوه کمين کې هدف ګرځېدلی.

د ډيفينس پوسټ په وينا، طالبانو د خپلو عملیاتو له پيل سره د افغانستان د ولسمشر د سولې وړانديز رد کړی، ځکه په فبرورۍ مياشت کې دې ډلې له امريکا سره د مستقيمو خبرو غوښتنه کړې وه.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې داسې افغانې کورنۍ ژوند ته کتلي چې په امریکا کې ژوند کوي.

د ورځپاڼې په وينا، اميري کورنۍ اصلاً د افغانستان هزاره‎ګان دي چې په ۲۰۰۴میلادي کال کې يې په کوټه ښار کې ژوند کاوه.

دوی له دوو کلونو راهيسې په شمالي ډيکوټا کې اوسي او د بيس مارک ښار د اوسېدونکو لپاره پخلی کوي چې ځان ته روزي وګټي.

محمد اميري چې له خپلې مور او دريېو خويندو سره په‎دې سیمه کې اوسي، واشنګټن پوسټ ته ويلي: کله چې شمالي ډيکوټا ته ورسېدل، هېڅ څوک یې نه پېژندل او هېڅ چا ورسره تګ راتګ نه کاوه.

خو اوس د ۲۲ کلن محمد اميري په وينا د بیس مارک ښار ټولنه له دوی سره مرسته کوي،دی خپل کار او عايد له همدغو خلکو ګڼي.

د واشنګټن پوسټ په وينا، ټاکل شوې ده اميري کورنۍ د مې مياشتې په څلورمه، د بيس مارک ښار اوسېدونکو ته د قابلي او بېلابېلو قورمو په ګډون افغان خواړه پاخه کړي او د هغوی د همکاريو درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG