د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د سوچي نهمه امنیتي غونډه او د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د اتمر لیدنې


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په روسیه کې د سوچي د نهمې امنیتي غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي اتمر د پاکستان، روسیې، ایران، قزاقستان، بلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

د نوموړي په وینا په دغو لیدنو کتنو کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې، سیمه‌ییزې امنیتي همکارۍ او پر یو شمېر نورو مسایلو خبرې شوې دي.

قادر شاه
قادر شاه

نوموړي زیاته کړه:

"په دې لیدنو کې عموماً په سیمه کې د شته امنیتي او تروروېستي ګواښونو پر څرنګوالي باندې خبرې وشوې، د ترورېستي ګروپونو او نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او تولیدوونکو او په عموم کې د سازمان شویو جرمي او اقتصادي جرمونو په اړه د دې هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر ایجاد باندې خبرې اترې وشوې."

د ده په خبره، ښاغلي اتمر د ایران، پاکستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي او ویلي چې له دغې پروسې سره رښتینې همکاري د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ډېره مهمه ده.

د سوچي امنیتي ناسته د امنیتي او پوځي همکاریو او د ترورېزم د ګواښونو د مخنیوي په هدف هر کال د روسیې په کوربه‌توب د ۱۴ هېوادونو د امنیتي چارواکو په ګډون جوړېږي.

د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې، د سوچي په غونډه کې پر امنیتي همکاریو ډېر ټینګار وشو او ویل شوي چې باید افغانستان په سیمه کې د همکارۍ په مرکز بدل شي.

  • خو د سوچي ناسته د افغانستان او سیمې لپاره څه ارزښت لري او له پرېکړو یې استفاده کول د دغه هېواد لپاره څومره مهمه ده؟
انتظار خادم
انتظار خادم

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم یې ځواب وايي:

"د سیمې هېوادونه یا د افغانستان ګاونډي هېوادونه فکر کوي چې په افغانستان کې نشه‌يي توکي د ترورېزم دغه نوې بڼه د دوی امنیت تحدیدولی شي، د سوچي کنفرانس په افغانستان کې د تغییر سیاست او ترورېزم په وړاندې د متغیر تعریف له امله مهم دی، ارزښتمن دی، خو دا چې د افغانستان رهبري یې څنګه په خپله ګټه څرخولی شي دا یو بیل بحث دی."

مخکې تر دې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول ترکیې او ایران په وار وار په افغانستان کې د ترورېستي ډلو له فعالیتونو په ځانګړي ډول د داعش له نفوذه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلی خادم هم دغې موضوع ته اشاره کوي وايي، مسکو، تهران او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې، خپلو هېوادونو ته د ترورېستي فعالیتونو د غځېدو مخه ونیسي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG