د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

کندز ولایتي شورا: طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې۲۵۰ ښوونځي تړلي


د کندز ولایتي شورا وايي چې د روان کال له پیل څخه تردې دمه وسله والو مخالفینو ترخپل واک لاندې سیمو کې د ۲۵۰ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي چې له کبله یې په زرګونه تنه ځوانان او ماشومان له زده کړې بې برخه پاتې دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي او د دغې شورا غړي فوزیه یفتلي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په کندز کې کابو د ۵۰ سلنه ښوونځیو دروازې د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي او په دې اساسو شرایطو کې دغې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یو."

"زموږ د معلوماتو له مخې څه باندې ۲۵۰ ښوونځي د طالبانو له خوا بند شوي دي او دغې موضوع خلکو ته ډېرې اندېښنې پيدا کړي، موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې دغې ستونزې ته ژر تر ژره د پاي ټکې کېږدي."

افغان زده کوونکي
افغان زده کوونکي

که څه هم د کندز د پوهنې ریاست چارواکي دغه خبرې نه تائیدوي او سربېره پردې نه حاضرېږې ترڅو په دې اړه رسنیو ته وضاحت ورکړي.

بل خوا د کندز سیمه ییز چارواکي هم تائیدوي چې په دغه ولایت کې د زیات شمېر ښوونځیو دروازې د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې سیمه ییزې ادارې د شفافیت او د ادارې فساد د مخنیوې په خاطر د ښوونکو د معاشونو سیسټم بانکي کړی، ترڅو ښوونکي خپل معاشونه د بانک له لارې ترلاسه کړي، نو په همدې دلیل وسله والو مخالفینو ترخپل واک لاندې سیمو کې د ښوونځیو دروازې تړلي دي:

نعمت الله تیموري
نعمت الله تیموري

"موږ د شفافیت او د فساد ادارې د مخنیوي په خاطر د ښوونکو د معاشونو سیسټم بانکي کړی، ترڅو ښوونکي د بانک له لارې خپل معاشونه ترلاسه کړي، نو په همدې خاطر یوشمېر ښوونځي د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي ځکه هغوی د خپل ګټې د معتمدانو په موجودیت کې وینې او په کندز کې څه باندې ۵۰۰ ښوونځي موجود دي او له دې شمېر څخه یوشمېر یې بند دي "

خو له دې وړاندې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفاینو ویاند معرفي کوي ویلې وو چې ښوونځي د هغوی له خوا نه دې تړل شوي، بلکې د ښوونکو له خوا بند شوي دي، ځکه د ښوونکو د معاشونو سیستم بانکي شوی، نو په همدې خاطر یې د ښوونځيو دروازې تړلي دي.

په ورته وخت کې د دې ولایت یوشمېر مدنې فعالان بیا د کندز له سیمه ییزې ادارې غواړي چې د قومي مشرانو او دیني علماو په منځګړېتوب دي، وسله والو مخالفینو ته قناعت ورکړي چې د ښوونځيو دروازې د ماشومانو پرمخ خلاصي کړي.

یوه تن مدنې فعال سربلند مایار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې وروستیو کې په کندز کې زیات شمېر ښوونځي وسله والو مخالفین بند کړي، کېداي شي هغوی خپل کوم سیاسي اهداف ولري، خو دولت باید ډېر ژر لاس په کار شي او له هرې ممکنه لارې نه په ګټې اخیستو سره باید د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصي کړي، ځکه د ښوونځيو د دروازو تړل به په راتلونکي کې ډېرې منفې پایلې ولري."

په کندز کې په داسې حال کې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل کېږي چې روان کال د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د پوهنې کال په نوم نومول شوی وو، خو د کندز ولایتي شورا بیا وايي چې په دغه ولایت کې د روان کال پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې دولکه ځوانان او ماشومان د زده کړې له بهېر څخه لېرې پاتې دي او دغې مسئلې خلک د خپلو د ماشومانو د راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG