د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

افغانستان ما: د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ولې ټیټه ده؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپلې اکثره لیکنې بیا هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې پرتو ستونزو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي، که څه هم د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یوه اوونۍ وړاندې پیل شوی دی، خو تراوسه پورې ډېرو کمو کسانو ځانونه راجسټر کړي دي.

ورځپاڼه د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کم ګډون لاملونو ته په اشارې لیکي چې امنیتي ستونزي، د عامه پوهاوي نه موجودیت او پر انتخاباتو د خلکو بې باوري هغه لاملونه دي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کم ګډون سبب شوی دی.

ورځپاڼې خپله سرلیکنه هم همدې مسئلې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر دومره پځ روان دی چې نه یوازې هر با ضمیره افغان یې اندېښمن کړی، بلکې له چارواکو یې هم لاره ورکه کړې ده.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې حکومت، سیاسي لوریو او په تېره بیا نوماندانو ته د انتقاد ګوته نیولې او لیکلي دي چې دوی په دی برخه کې خپل رول نه دی لوبولی.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو پر کم ګډون بحث کړی او په دی بهیر کې د خلکو کم ګډون یې د حکومت او انتخاباتو کمېسیونونو لپاره د شرم ځای بللی چې نه دي توانیدلي د خلکو باور خپل کړي.

ورځپاڼې وړاندې څلور کاله مخکې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اشاره کړې چې د پراخو درغلیو له کبله له رسوایي سره مخامخ شول او بلاخیره د انتخاباتو برخلیک د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر جان کیری لاس ته پریوت چې دې مسئلې د انتخاباتو په اړه د خلکو باور له منځه وړی دی.

خو ورځپاڼې امید څرګند کړی چې په راتلونکو ورځو کې به د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون پراخه شي او دوی کولای شي چې د درغلیو د مواردو په لیدو حکومت خبر او په دی توګه د هر هغه څه مخنیوی وکړي چې دا بهیر داغ داره کولی شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د کم ګډون پړه د انتخاباتو په کمېسیون اچولې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره یې خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړی.

خو ورځپاڼې لیکلي دي چې د کمېسیون دې کور ودان وي چې اوس یې لا دې مسئلې ته پام شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا دا خورا ضروري ده چې خلک په دی رسالت پوه شي او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره تیاری ونیسي.

دی ورځپاڼې هم د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه بللې او لیکلي دي چې اوس ذهنیت دادی چې په تېرو انتخاباتو کې درغلۍ وشوې او د خلکو د رایو درناوی ونشو، نو خلک باید په انتخاباتو کې برخه وانخلي.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر وینا ته په اشارې لیکلي دي چې ملکي او امنیتي ادارې باید د نوم لیکنې د بهیر لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او دیني عالمان دي هم د انتخاباتو په اړه خلکو ته تبلیغ وکړي.

افغانستان ما:

افغانستان ما ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې هڅه کړې چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ولې ټیټه ده؟

ورځپاڼې لیکلي دي چې په دې اړه بېلابېلی کړۍ د خپلو سیاسي نظریاتو په پام کې ساتلو سره بېلابېل نظرونه څرګندوي، خو د ورځپاڼې په باور پکار ده چې حقیقي لاملونه وموندلی شي، څو حکومت یې چاره وکړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې له طالبانو او داعش څخه د خلکو ویره له یوې خوا او په تېرو انتخاباتو کې د درغلیو له کبله پر دې بهیر د خلکو بې باوره کېدل له بل لوري خلک د نوم لیکنې په بهیر کې نه ګډون ته هڅولي دي.

خو ورځپاڼې په پای کې لیکلي دي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د نه ګډون علت که هر څه وي، خو اوس حکومت، د انتخاباتو کمېسیونونو، مدني ټولنو، سیاسي احزابو او رسنیو ته پکار ده چې په ګډه په دې برخه کې اقدام وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي، که په دی برخه کې په ګډه ګام پورته نشي، نو د خلکو نه ګډون به انتخابات له یوی بلی ستونزې سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG