د کونړ اوسېدونکي وايي، پهدې ولایت کې ټاکنو لهپاره هېڅ ډول عامه پوهاوی نهدی شوی، نو ځکه د نوم لیکنې بهیر ځنډنی دی او په تېرو پنځو ورځو کې ۸۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
دوی وايي، د تېرو کلونو په پرتله د راتلونکو ټاکنو لهپاره عامه پوهاوی په نشت حساب دی او حتی په مرکز اسعداباد کې زیات کسان پهدې نهدي خبر چې د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.
محمد خالد او حاجي محمد اسماعیل منیبیې په اړه وايي:
"دلته د انتخاباتو د پیل شوې پروسې لهپاره هېڅ عامه پوهاوی نهدی شوی. خلکو تذکرې نهدې اخیستي، حتی چې تر اوسه زیاتو کسانو ته د نوم لیکنې مرکزونه هم نهدي معلوم."
"د نوم لیکنې پڅ بهیر، د عامه پوهاوي نشتوالی او د ښځو لهپاره په نامناسبو ځایونو کې د نوم لیکنې د مرکزونو جوړول دي."
په کونړ ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د عامه پوهاوي مسؤل سعادتالله میرزا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د عامه پوهاوي لهپاره دوه تنه مبلغین لري چې د یوې ملي پروسې د عامه پوهاوي لپاره کافي نهدي.
ښاغلي میرزا زیاته کړه:
"موږ دوه مبلغین لرو یو نارینه او بله زنانه ده. سړي ته مو په موټر کې لوډ سپیکر لګولی چې په بازار کې ګرځي، ریاستونو ته ځي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي او ښځینه هغه مو په کورونو او د نجونو په لېسو ګرځي هلته نجونو او ښځو ته د ټاکنو ارزښت بیانوي، په دوه کسو د یوې ملې پروسې په اړه د عامه پوهاوي ورکول ستونزمن کار دی."
هغه وايي، همدا وجه ده چې په تېرو څو ورځو کې يې ایله ۸۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې، ۲۰۰ پهکې ښځې دي او ۶۰۰ سړي دي.
سعادتالله میرزا له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له نورو غړو وغوښتل چې ټاکنو کې د ګډون لهپاره نوم لیکنې او د تذکرو اخیستلو ته خلک وهڅوي، څو یاده ملي پروسه کې په شرایطو برابر کسان برخه واخلي.
په کونړ کې د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی تل د ملي پروسو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او اوس هم دیني عالمان د تذکرو اخیستلو او د ټاکنو لهپاره د نوم لیکنې په برخه کې ویناوې کوي.
په کونړ کې خلک او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین پهداسې حال کې د نوم لیکنې د پڅ بهیر او د عامه پوهاوي له نشتوالي شکایت کوي چې تر اوسه په ټول هېواد کې لږ کسانو نوم لیکنه کړې، که دیني عالمان، قومي مشران، مدني فعالان او نور خلک په عامه پوهاوي کې برخه وانهخلي، نو کېدای شي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې کم کسان برخه واخلي.
راپور: روحالله انوري