د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

عبدالله: د سرحدي نښتو د مخنیوي په هدف د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې روانې دي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د افغانستان او پاکستان د پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي چې پر افغانستان د هغه هېواد له لوري، پوځي حملې بیا تکرار نه‌شي.

تېره ورځ د خوست ولایت په ځاځي میدان کې، د افغان او پاکستاني پوځیانو له نښتې وروسته، د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د دغو پېښو د تکرار د مخنیوي په خاطر، د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي.

دا فغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» په کابل کې رسنیو ته وویل چې د ځاځي میدان په پېښه کې سرغړونه د پاکستان له لوري شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

عبدالله: افغانان په دغه پېښه کې ګرم نه وو.
عبدالله: افغانان په دغه پېښه کې ګرم نه وو.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس د دواړو لورو پوځي او ډیپلوماتیک چارواکي سره په اړیکو کې دي چې دغه پېښه بیا تکرار نه او ختمه شي، افغانان په دغې پېښه کې ګرم نه‌وو، بلکې سرغړونه له بلې خوا شوې ده."

ښاغلي عبدالله وویل چې د پاکستاني پوځیانو مړي، د افغانستان له لوري پاکستان ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې کوم پاکستانی پلاوی چې خوست ته راغلی و، دا یې منلې چې سرغړونه د ډیورند له کرښې اخوا شوې ده.

د خوست ولایت امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د ځاځي میدان په سرحدي سیمه کې، د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.

د خوست ولایت د امنیت امر عبدالحنان ازادي راډیو ته ویلي و چې پاکستاني پوځیان د خوست ولایت ځاځي میدان ته را اوښتي وو او بیا یې پر ملکیانو او امنیتي پوستو د هاوانونو ډزې کړې دي.

د ده په خبره افغان ځواکونو يې په غبرګون کې ځوابي ډزې کړې دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغې نښته کې شااوخوا ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د خوست ولایت د ځاځي میدان پر سیمه‌یې د پاکستاني پوځیانو حمله وغندله، د سیمې د دفاع په خاطر یې د ځاځي میدان د اوسېدونکو همکاري وستایله.

د دغې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار په دې اړه د سناتورانو د اندېښنو له څرګندونو وروسته وویل چې افغان حکومت باید له خاورې نه د دفاع په خاطر، د سیمې له ځوانانو کار واخلي.

مسلمیار: موږ د خلکو قربانۍ ستایو او د هغوی په ملاتړ کې ولاړ یو.
مسلمیار: موږ د خلکو قربانۍ ستایو او د هغوی په ملاتړ کې ولاړ یو.

ښاغلي مسلمیار وویل:

"موږ د خلکو قربانۍ ستایو او د هغوی په ملاتړ کې ولاړ یو. د کونړ، ننګرهار، پکتیا او نورو سرحدي سیمو ځوانان باید وسله‌وال او تنظیم شي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي."

مشرانو جرګې له امریکا او ناټو وغوښتل چې یا دې د دا شان حملو پر وړاندې له افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه وجنګېږي او یا دې د افغان ځوانکونو د تجهیزولو لپاره هڅې وکړي او د دې تر څنګ دې پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت د خلکو پر ملاتړ خوښي ښيي وايي، امنیتي ځواکونه اوس له خاورې دفاع او د خلکو د سر او مال ساتنه کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG