د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

دولت له دولت سره د خبرو له‎پاره د پاکستان شرایط او د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپلې اکثره لیکنې دولت له دولت سره د خبرو له‎پاره د پاکستان شرایطو او په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو له‌پاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر په اړه پورته شویو اندېښنو ته ځانګړې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې دولت له دولت سره د خبرو له‎پاره د پاکستان له‎خوا د وړاندې شویو شرایطو په اړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو غبرګونونه راخیستي دي.

ورځپاڼه لیکي چې اکثره وکیلانو د پاکستان له‎خوا وړاندې شوي شرایط چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د وروستي سفر پر مهال افغان حکومت ته سپارلي دي، د ملي ګټو په خلاف بللي او له حکومته‌یې غوښتي دي چې هغه عملي نه‎کړي.

ورځپاڼې د ځینو وکیلانو په حواله لیکلي دي چې د پاکستان له‎خوا وړاندې شوی یو شرط د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ګوښه کول و.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسي جرګې غړو شپږو نورو شرطونو ته هم اشاره کوله چې د پاکستان له‎خوا سپارل شوي او له دغه هېواد سره‌یې د استخباراتي معلوماتو له تبادلې سره کلک مخالفت څرګند کړ.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې په خوست کې د ډیورند په کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو پر وروستۍ نښتې بحث کړی او لیکلي یې دي چې د پاکستاني ملېشو تېری کومه تصادفي پېښه نه، بلکې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له‎خوا یو پلان شوی عمل وو.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ګوښه کول و.

د ورځپاڼې په وینا له دغه تېري څخه د پاکستانیانو هدف د افغان لوري پارول او حملې ته هڅول وو، څو پاکستانیان ووژني او له‎دې وروسته د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته پښتانه د افغانانو پر وړاندې جنګ ته ولمسوي او د پښتون په وسیله د پښتون د وژلو امکان برابر کړي.

ورځپاڼې په پای کې سپارښتنه کړې چې په‎داسې حساسو شرایطو کې په‎کار ده چې د دښمن د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه او د کرښې دواړو غاړو ته دې پراته قومونه پرې خبر کړای شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو پرون هڅه وکړه چې د جوماتونو د لوډسپیکرونو په وسیله د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته بنګښ او توري قبیلې د پاکستان د پوځ ملاتړ ته وهڅوي چې د ورځپاڼې په وینا د دښمن دا هڅه ناکامه شوه.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو له‎خوا دا هڅه داسې مهال شوې چې همدا اوس د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پرلتونه روان دي او د پاکستاني ملېشو دا ډول هڅې دا پرلتونه او په تېره بیا د پښتنو د ژغورنې غورځنګ کمزوری کولای نه‎شي.

ورځپاڼه لیکي:

د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو دا درک کړې ده چې دښمن‌یې یو دی او پس له دې د پاکستان تبلیغات دوی سره نه‎شي جلا کولای.

د کابل پاتې ورځپاڼو د راتلونکو انتخاباتو له‎پاره د نوم لیکنې د بهیر په اړه لیکنې کړي او په دې بهیر کې د خلکو پر کم ګډون‌یې اندېښنې څرګند کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم په افغانستان کې د رأی ورکوونکو نوم لیکنه له تېرو درېیو ورځو راهیسې روانه ده، خو تر دې دمه راټول شوي ارقام ښیي چې یوازې ۱۳ زره کسانو خپل نومونه لیکلي دي چې د ورځپاڼې په وینا د اندېښنې وړ ده.

ورځپاڼې وړاندې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کمرنګه ګډون لاملونو ته په اشارې لیکلي دي چې د تېرو انتخاباتو پر مهال درغلۍ او د خلکو د رأیو برخلاف د حکومت جوړېدل خلک مأیوسه کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امنیتي وضعې خرابېدل هم د انتخاباتو په روان بهیر کې د خلکو ګډون کمرنګه کړی دی.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خلکو غږ کړی دی چې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې په خپل ګډون سره په هېواد کې د ډموکراسۍ بهیر پیاوړی کړئ.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د انتخاباتو د بهیر په وړاندې یوه اساسي اندېښنه نا امني او د اعتماد بحران دی، خو د ملي وحدت حکومت مشرانو او نړیوالو متحدینو اراده د دې سبب شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د تلې میاشتې په وروستیو کې په خپل وخت ترسره شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې اکثره کتونکي د انتخاباتو له‎پاره ټاکل شوی مېکانیزم یو له هغو دی چې له مخې به‌یې راڼه انتخابات ترسره شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یو ملي بهیر دی او خلکو ته په‎کار ده چې په‎دې بهیر کې فعاله برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG