د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د طالبانو له خوا د برښنا د نړول شوې پایې په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې


يو شمېر کابل ښاریان له افغان حکومته غواړي چې د واردتي برښنا د هغو ستنو د رغولو لپاره چې د طالبانو له خوا نړول شوي، جدي هڅې وکړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې طالبان غواړي د دوی تر کنټرول لاندې سیمې برښنا ولري، خو حکومت پر دغو سیمو برښنا بنده کړې چې له امله یې طالبانو د برښنا د ستنو نړلو ته مخه کړې.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي اورنګ زېب او بلال په دې اړه داسې وايي:

"له حکومته مو دا غوښتنه ده چې د سیمې له خلکو سره خبرې وکړي، دلته هره ورځ د برښنا د نشتون ستونزه ده چې په کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم موجوده ده."

"اوسمهال کابل برښنا نه لري او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي،حکومت باید تصیم ونیسي او خلکو ته برښنا ورکړي، له طالب پرته هلته عام خلک شته چې باید ورته برښنا ورکړل شي."

کابل ښاریان وايي، په ورځنيو چارو سربېره د دوی صنعتي، تولیدي او نورې سواداګریزې چارې برښنا پورې تړلې دي او د برښنا نشتون يې په ژوند منفي اغېز کړی.

دوی دغه شان وايي، حکومت باید د برښنا په وېش سربېره د قومي سپین ږیرو او مشرانو له لورې په لېرې پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرام زیات کړي، څو د ورته پېښو مخنیوی وشي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې په بغلان کې د وارداتي برښنا یوه پایه د وسله والو له لورې نسکوره شوه.

څو اوونۍ وړاندې هم د برښنا یوه بله پایه په بغلان کې د وسله والو له لورې ویجاړه شوې وه.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوی د برښنا د پایو په ویجاړولو سره غواړي، په حکومت فشار راوړي چې د دوی په سیمه کې برښنا موجوده وي.

په ورته وخت کې د برښنا شرکت مسؤلین وايي، تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او ډېر ژر به نسکوره شوې پایه بېرته ورغوي.

د برښنا شرکت مشر امان الله غالب د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی بیا ځلي د پایو د ویجاړېدو د مخنیوي په هدف هڅه کوي چې برښنا ټولو سیمو ته ورسوي.

نوموړی وایي:

"له بده مرغه اوس د خلکو له لورې همکاري کمه شوې ده او همدا لامل دی چې مخالفین د برښنا پایو ته زیان رسوي، موږ هڅه کوو چې د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته، ټول په دې مسئله پوه کړو چې پراختیايي کارونه نه دي درېدلي، بلکې د افغانستان په هره سیمه کې دغه کارونه روان دي او موږ تل دا هڅه کړې چې ټولو سیمو ته برښنا ورسوو."

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د مخالفینو له خوا د ازبکستان د وارداتي برښنا د ستنې نسکورل ناسم عمل وباله او سپارښتنه یې وکړه چې حکومت باید په ټولو ځایونو کې د ټول ګټو پروژو امنیت ټینګ کړي.

نوموړي دغه شان وویل چې په بغلان کې ویجاړه شوې پایه باید ژر تر ژره ورغول شي، تر څو د کابل د خلکو ستونزه حل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG