د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: ناامني د انتخاباتو په وړاندې لوی خنډ دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، ناامني د انتخاباتو لپاره یو ستونزه ګڼي او هیله ښیي چې دغه پروسه له ګواښ سره مخ نه شي.

د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو د انتخاباتو دروند ماموریت او په دې تړاو د ناامنیو اندېښنې، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر وړاندې پرتې دي.

که څه هم دغه کمېسیون په هېواد کې پر سراسري انتخاباتو ټینګار کوي، خو ناامني بیاهم د دغې پروسې پر وړاندې یو ګواښ ګڼي.

د دغه کمېسیون مرستیال معاذالله د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې سراسري او شفاف انتخابات تر سره کړي، باید د رایو ورکولو د مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړل شي.

د رایو ورکولو یو مرکز
د رایو ورکولو یو مرکز

نوموړي زیاته کړه:

"د نومونو د ثبتولو او د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت خوندیتوب یو مهم امر دی، هیله ده له ستونزو سره مخ نه شو، طبعاً نا امني د کمېسیون لپاره یوه اندېښنه ده او موږ له حکومت او امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې ده او اوس هم زموږ ورسره خبرې روانې دي او په دې برخه کې مو همغږي زیاته شوې ده."

ټاکل شوې ده چې سبا د حمل په ۲۵ په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د رای ورکوونکو د نومونو د لیکلو پروسه پیل شي یعنې د انتخاباتو لپاره لومړی ګام پورته شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، خوشبینه دی چې په دې مرحله کې به له امنیتي ستونزو سره مخ نه شي، خو په ولسوالیو کې د دې پروسې د پیل لپاره پر امنیت ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته شااوخوا شپږ میاشتې پاتې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوا تردې ویلي چې د رایو ورکولو له ۷۰۰۰ مرکزو نو څخه ۳۰۰۰ له پورته او منځنیو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي ښايي د رایو ورکولو شااوخوا ۹۴۸ مرکزونه د رای ورکوونکو پر مخ خلاص نه شي.

د انتخاباتو د ځینو څاروونکو په باور د هېواد امنیتي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله بدتر شوی، ځکه د دوی په باور دمګړۍ د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې جنګ روان دی، نو له دې امله سراسري انتخاباتو ته هیلې کمې دي.

د فیفا یا د افغانستان دازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید خپله اندېښنه داسې څرګندوي:

یوسف رشید
یوسف رشید

"موږ هیله مند یو چې زموږ امنیتي ارګانونه وتوانېږي د ناامنیو ګراف ټیټ کړي، که چېرې ۳۰۰۰ مرکزونه تر خطر لاندې وي، دا ښيي چې د سراسري او شفاف انتخابات له ګواښ او خطر سره مخ کېږي."

هڅه مو وکړه چې د دغو اندېښنو په اړه د کورنیو چارو د وزارت نظر ولرو خو له بیا بیا اړیکو سره سره ونه توانېدو.

دغه وزارت پخوا تر دې ویلي وو چې د انتخاباتو لپاره یې تیاریانې بشپړې کړي دي.

د فیفا د بنسټ اجرائیه رئیس وايي، که وضعیت په همدې ډول ادامه وکړي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو کاندیدان به سیاسي سیالیو ته زیات وخت ونه لري او د رایو ورکوونکو او ناظرانو امینت به هم له ګواښ سره مخ وي.

له دې امله دا د حکومت مسؤلیت دی چې د غې ملي پروسې ته امنیتي تدابیر ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG