د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

دانشیار: په ګرمو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین پیل شوی


له یوې اوونۍ راهيسې په ګرمو ولایتونو کې د کوکنارو اړولو پسرلني عملیات پیل شوي او تر اوسه پورې په سلګونه جریبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال بیا هم د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي او د دې بوټي د اړولو عملیات په چټکۍ سره روان دي.

ښاغلی دانشیار وايي چې د لومړنیو راپورونو له مخې زیاتره کوکنار د ۲۴ ولایتونو په ناامنه سیمو، په تېره بيا هلمند کې کرل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو په ځینو سیمو کې د کوکنارو سيمو ته غځېدلو لارو کې ماينونه ايښي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه چې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې بیا هم کوکنار کرل شوي دي، موږ د کوکنارو د کښت اړولو کې زیاته ستونزه په هلمند ولایت کې درلوده، اخر مو پرېکړه وکړه چې په هغو سیمو کې کوکنار له‌منځه یوسو چې امکان ولري، خو په هلمند کې محدودیت زیات دی، ځکه هلته افغان ځواکونو له ترورېزم سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړی دی. د ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو په ځینو سیمو کې د کوکنارو د کښت اړولو وخت دی، خو په هغه اندازه نه‌اړول کېږي چې د نشه‌يي موادو په تولید او د کوکنارو په کښت کې کموالی راشي."

په داسې حال کې چې د مخدره موادو پر کارخانو باندې له شپږو میاشتو راهيسې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو له‌خوا هوايي بریدونه پیل شوي او په دې وروستیو کې دا عملیات د هېواد لوېدیځو ولايتونو ته هم غځېدلي دي، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې بهرني ځواکونه د کوکنارو د کښت په اړولو کې ونډه نه‌لري، خو دا وزارت ټینګار کوي چې د نشه‌يي موادو د تولید پر کارخانو د نړیوالو ځواکونو بمبارۍ د نړیوالې مافیايي ډلې او طالبانو پر عایداتو باندې يو کلک ګوزار دی او تر دې مهاله‌يې د نشه‌يي موادو د تولید لويې زېرمې له‌منځه وړې دي.

په کابل کې د ناټو د قاطع مأموریت دفتر ازادي راډیو ته وویل، طالبان په یوه مافیايي ډله بدل شوي او له نشه‌يي موادو څخه تر لاسه شوې پيسې په جنګي عملياتو او نورو تخریبي کارونو باندې لګوي، خو د دې ځواکونو د هوايي عملیاتو قوماندان بیا وايي چې د عملیاتو د ساحې په پراخېدو سره به د هېواد په څلورو حوزو کې طالبان نور د نشه‌يي موادو د تولید لپاره مناسب ځای پیدا نه‌کړي.

په ورته وخت کې له درې اوونیو را هيسې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو عملیات دوام لري او تر اوسه پورې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده.

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو ماتولو کمپاین.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو ماتولو کمپاین.

د ننګرهار ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس صافي ازادي راډیو ته وویل:

"د کوکنارو د کښت له‌منځه وړلو پروګرام د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې پیل شوی چې تر اوسه دا عمليات په پنځو ولسوالیو کې ترسره شوي او د دې کال د ثور میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به په ۱۴ ولسوالیو کې عمليات تر سره شي، د دې پروګرام په نتیجه کې تر اوسه ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې او د دې کال تر پایه به ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شي."

خو د مشرانو جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی هاشم الکوزی بیا د کوکنارو اړول د نشه‌يي موادو د تولید په مخنيوي کې ګټور نه‌بولي.

ښاغلی الکوزی وايي، د خاشخاشو تر کرلو وړاندې باید په دې سیمه کې د بدیل معیشت له لارې له بزګرانو سره مرسته شوې وی، د دې کار ګټه به دا وی چې له یوې خوا به د کوکنارو د اړولو پر مهال د مالي لګښتونو مخه نیول شوې وی او له بلې خوا به د بدیل کښت له لارې بزګرو ته زيان نه‌رسېدی.

راپور: مرسلين ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG