د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

په کابل او ولایتونو کې د سولې غوښتونکو له پرلتونو د ولسي جرګې غوښتنه!


په داسې حال کې چې په هېواد کې د پرلت د خېمو د وهلو نېږدې یوه میاشت پوره کېږي د ولسي جرګې اداري پلاوی په ټول افغانستان کې د عدالت غوښتنې د دغه پروسې د پراختیا غوښتنه کوي.

د دغه جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ناامنۍ د ټولو افغانانو شریکه ستونزه ده او باید په وړاندې ملي یووالی رامنځته شي.

نوموړي له پرلت کوونکو غواړي چې تر هغه وخت چې د سولې په برخه کې يې مثبت ځواب نه وي ترلاسه کړی باید خپلو دغه پرلتونو ته دوام ورکړي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه پرلتونو په شان ټول هغه مدني حرکتونه چې پر حکومت او وسله والو مخالفینو فشار زیاتوي دا یو نیک اقدام دی، اړتیا ده چې خلک د سولې د غوښتنې په هدف راپورته شي، خپل غږ جګ کړي او د نړیوالو غوږونو ته يې ورسوي."

په کابل کې وروسته له هغې د پرلت خېمه ووهل شوه چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې پرلتونه پیل شول.

دغه پرلت کوونکو د پاکستان د پښتنو د پښتون ژغورنې د غږ د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې د سولې غوښتنه هم وکړه.

له کابله وروسته هغه مهال چې په هلمند کې یوه خونړۍ انتحاري حمله وشوه د دې ولایت اوسېدونکو د ناامنۍ په وړاندې د اعتراض خېمه ودروله او د جنګ له ښکیلو غاړو يې غوښتنه وکړه چې د جنګ پر ځای د سولې لاره غوره کړي.

له دې وروسته د زابل، هرات، ننګرهار، کندهار، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم د سولې له دې غږه ملاتړ وکړ.

د دغه اعتراضیه ناستو لړۍ ورځ تربلې پراخېږي چې ښځې هم په کې شاملې دي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پرلت کوونکي باید اول خپلې غوښتنې له بهرنیو ځواکونو سره شریکې کړي ځکه د اعلامیې په حواله نړیوالو ځواکونو د طالبانو پرضد جنګ پیل کړی دی.

افغان حکومت هم له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې غوښتنې دغه ولسي حرکت ته مثبت ځواب ووايي.

په همدې حال کې په کابل او ننګرهار کې دوه تنو پرلت کوونکو راحت ګل زیارمل او اسرار احمد کریمزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې یو وار بیا د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو پر ځای د سولې غوښتونکې شول:

کابل پرلت
کابل پرلت

"د دغه پرلت لوی هدف دادی چې باید په هېواد کې نور وژنې او جنګونه پای ته ورسېږي او اوس مهال زموږ دغه اعتراضونه د پراخېدو په حال کې دي او موږ غواړو چې دا په ټول هېواد کې پیل شي."

"موږ د جګړو د ختمېدو غوښتونکي یو، که زموږ دا پرلت کلونه هم دوام وکړي موږ نه په شا کېږو."

دغه پرلت کوونکو بار بار ویلي تر هغې چې په هېواد کې جګړه پای ته ونه رسېږي اعتراضیه ناستې به يې دوام ولري.

ښاغلی کریمزی وايي، که وسله وال طالبان د خلکو د سولې غږ ته مثبت ځواب ونه وايي، نو په افغانستان کې به د وژنو عاملین او د افغانانو دښمنان ښکاره شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG