د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

ترکیه دغه هېواد ته غیر قانوني ورداخل شوي افغانان بېرته افغانستان ته راستوي


ترکیه وایي، په سلګونو هغه افغان کډوال چې په وروستیو اوونیو کې د دې هېواد خاورې ته په غیر قانوني توګه داخل شوي، بېرته افغانستان ته استوي.

د ترکیې خبري رسنیو د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي، خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ ۲۲۷ افغان کډوال د ارزروم له ولایته په یوه کرایه شوې الوتکه کې کابل ته واستول شول او نور له ۴۰۰ زیات افغانان به هم په څو راتلونکو ورځو کې بېرته افغانستان ته ولېږي.

  • ایا ترکیه د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ دغه افغانان بېرته افغانستان ته استوي؟

په دې اړه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دې وزارت په دې برخه کې له ترکیې سره کوم توافق نه‌دی کړی، خو په دې برخه کې د افغانستان او د ترکیې د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ توافق شوی دی.

  • د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته پرته له دې چې ووایي، ایا له ترکیې دغه ایستل شوي افغانان کابل ته رسېدلي که نه؟

وویل چې دا هغه افغانان دي چې جرمونه‌یې کړي یا د جرم دوسیې لري.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"هغه کسان چې جرمي سابقه ولري، یا د جرمونو دوسیې یا قضیې ولري، که هغوی په هر هېواد کې وي، موږ له مقابل لوري، د هېوادونو له امنیتي ادارو سره په همغږۍ یو تفاهم ته رسېږو او هغوی بېرته افغانستان ته راستول کېږي."

ترکیې ویلي چې ټول هغه شااوخوا درې زره افغانان چې په وروستیو اوونیو کې د ایران له پولې د دې هېواد ختیځ ولایت ارزروم ته ننوتي، بېرته افغانستان ته لېږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلي چې په څو ورځو کې به د ترکیې په نورو ولایتونو کې هم د غیر قانوني افغان کډوالو د بېرته استولو پروسه چټکه شي.

په ترکیه کې د غیر قانوني افغان کډوالو پر موضوع افغانستان ته په سفر کې د ترکیې صدراعظم بن‌علي يیلدیریم د یکشنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله او بن علي يیلدریم
عبدالله عبدالله او بن علي يیلدریم

د ترکیې رسنیو د يیلدیریم له قوله خبر ورکړی چې هغه د یکشنبې په ورځ په کابل کې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دلته کومه ستونزه نه‌شته او انقره د کابل منندویه ده چې په دې مسئله کې یې ورسره همکاري کړې.

د بشري حقونو یو شمېر ډلو پر ترکیې انتقاد کړی چې افغان کډوال بېرته هغه هېواد ته چې په‌کې جګړه روانه ده استوي او په دې توګه د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

ترکیه نورو اروپایي هېوادونو ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د تېرېدو یوه مهمه لار ده چې په وروستیو کلونو کې زرګونه افغانانو چې اکثره‌یې د ایران له پولې دې هېواد ته داخل شوي وو، له همدې لارې لوېدیځو هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

XS
SM
MD
LG