د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

په بدخشان کې خلک او ځیني استازي یې د هیروئینو له فابریکو اندېښمن دي


د بدخشان د ولایتي شورا ځینو غړو او عامو خلکو د دې ولایت په ناامنه سیمو کې د هېروئينو د پروسس د کارخانو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بدخشان په ناامنه سیمو کې د هیروئينو د پروسس کارخانې او د کوکنارو کښت د ډېرېدو په حال کې دی.

بدخشان له ستراتیژیک پلوه د افغانستان په شمال ختیځ کې د کډوالۍ او سوداګرۍ پر څلور لارې پروت ولايت دی چې د پرېمانه طبعي زېرمو او کانونو تر څنګ يې د کانونو او د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو او د ترورېستي ډلو پام هم ځانته ور اړولی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې د دولت وسله والو مخالفینو تر خپل واک لاندې سیمو کې د هېروئينو پروسس او ګاونډیو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاق زمینه برابره کړې ده.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوید مجدیدي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه سیمې چې د طالبانو ترحاکمیت لاندې دي، هلته د هروئینو د پروسس کارخانې فعالې دي او فعالیت کوي او لسګونه شرکتونه موجود دي او مخدره توکي له سرحدونو بیرون او یو اندازه په دننه افغانستان کې ټرافیک کېږي او له دې لارې د دولت ضد وسله والي ډلې مالي امکانات ترلاسه کوي."

له بل پلوه د بدخشان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد قاید افندي وايي چې په روان کال کې د دوی تر واک لاندې سیمو کې نه کوکنار کرل شوي او نه هم د هیروئينو کارخانې شته.

خو نوموړی په ناامنو سیمو کې د کوکنارو کښت او د هېروئينو د پروسس د کارخانو موجودیت هم نه ردوي.

ښاغلی افندي زیاتوي:

"کومې سیمې چې د وسله والو طالبانو تر ادارې لاندې دي، هغه نا امنه سیمې دي او هلته هر کار کېداي شي، طبعاً په هغو سیمو کې د هروئینو فابریکې او د مخدره توکو قاچاق هم موجود دی او دا یو حقیقت دی."

بل خوا د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد په دې ولایت کې د نا امنۍ دوام، د غیر قانوني فعالیتونو، د کوکنارو کښت او د نشه يي موادو په تولید پورې تړي.

ښاغلی بیګزاد وايي، دوی هڅه کوي چې د امنیتي تهدیدونو په را کمولو او د ناامنه سيمو تر واک لاندې راوستلو له لارې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.

د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد
د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد

ښاغلي بېګزاد وویل:

"په بدخشان کې د مختلفو ملتونو بهرنې جنګیالي حضور لري او په غرنیو سیمو کې ځای پرځای دي او د سیمه ییزو طالبانو له خوا یې ملاټر کېږي، خو کله یې شمېر زیاتېږي او کله هم کمېږي او له داخلي طالبانو سره مرسته کوي او هغوي ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکوي او دا موضوع موږ په وار وار له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او هغوی هم په دې اړه معلومات لري."

خو بیا د بدخشان ولایت ځیني اوسېدونکي زورواکان او د نشه يي موادو قاچاق کوونکي په دې سیمه کې په نا امنۍ کې په لاس لرلو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي وو چې په افغانستان کې به د نشه يي موادو د پروسس او د قاچاقو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړي چې تر دې مهاله دا عمليات يوازې په هلمند ولايت کې ترسره شوي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG