د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د مدني ټولنو مجتمع: هڅه کوو د هلمند د سولې غږ ټول افغانستان ته ورسوو


د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رئیس وايي، هڅه کوي چې د هلمند د سولې غږ ټول افغانستان ته ورسوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې او پر روانې جګړې د اعتراض غږونه، ناستې او ولسي پرلتونه ورځ تر بلې پراخېږي د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع وايي؛ دوی هڅه کوي چې د سولې دا غږ ټول افغانستان ته ورسوي.

د دې مجتمع رئیس عزیز رفیعي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې اوس‌مهال د ټول هېواد په کچه د جګړې پر ضد یوه اجماع رامنځته شوې ده او دا د جګړې د دواړو غاړو لپاره یو ښه پیغام دی.

نوموړي زیاته کړه دغه ډول اعتراضونه کولای شي افغانستان د یوې تل پاتې سولې پر لور یوسي.

عزیز رفیعي
عزیز رفیعي

نوموړي زیاته کړه:

"د حق غوښتنې د دغې پروسې څخه زموږ ملاتړ په دوامدار شکل دوام لري، زموږ هیله دا ده چې دا وضعیت ملي کړو او د دې مسئلې اهمیت په کافي اندازه لوړ کړو. دا کار ډېرې مثبتې پایلې لري په دې معنی چې دا خورا مثبت حرکت دی. خلک په ټولنیز لحاظ په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلي دي، دا کېدای شي افغان حکومت او مخالف لوري ته ډېر ښه پیغام ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ وروسته له هغې چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوې انتحاري حملې له امله ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته د دې ولایت سلګونه ځوانان د اعتراض په ډول په یوه خیمه کې راټول شول او د جګړې د دواړو لورو څخه‌يې د سولې غوښتنه وکړه.

دا اعتراض کوونکي چې ښځې هم په‌کې شاملې دي د حکومت له مخالفو وسله‌والو غواړي چې د دوی د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د دې تر څنګ‌يې له افغان امنیتي ځواکونو هم غوښتنه کړې چې د مخالفینو پر ضد د نصرت په نوم پیل شوي عملیات ودروي.

په مرکز کابل کې هم څو اوونۍ مخکې یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو او ولسي ځوانانو د پرلت خیمه ودروله.

دوی هم په افغانستان کې د روانې جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د افغانانو د وژنې روانه لړۍ دې پای ته ورسوي.

که څه هم څو ورځې وړاندې د کابل د پرلت په خیمه کې د بمې حملې له امله یو تن ووژل شو او یو شمېر نور ټپيان شول، خو پرلت کوونکو ویلي تر هغې به خپل دغه اعتراضیه ناستې ته دوام ورکړي چې غوښتنې يې نه‌وي منل شوي.

په مزار شریف کې هم د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ لسګونه ځوانان د پرلت په یوه اعتراضي خیمه کې راټول شوي وو او د افغان ژغورنې په نوم وروستي اعتراضونه‌‌یې د سولې لپاره یو فرصت وباله.

وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هلمندي ځوانانو د سولې غږ ته ځواب ورکړی او ویلي دي چې دا اعتراض کوونکي دې اول له بهرنیو ځواکونو سره چې د اعلامیې په وینا د طالبانو پر ضد يې جګړه پیل کړې ده، خبرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنې د فډرېشن رئیس صدیق منصور انصاري د جګړې پر ضد وروستي ولسي حرکتونه ستايي او وايي چې دوی هم د سولې د یو ملي پروګرام لپاره هلې ځلې پیل کړي چې ډېر ژر به‌يې له خلکو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هغه هڅه چې د هلمند وروڼو خویندو او میندو پیل کړې ده په ټوله کې یو ستر کار دی او موږ د هلمند د خلکو دا هڅه ستایو."

په هلمند کې د پرلت خیمه
په هلمند کې د پرلت خیمه

بل‌خوا د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د جګړې پر ضد د هلمندي ځوانانو له وروستیو هڅو ملاتړ کړی او له وسله‌والو مخالفینو يې غوښتي چې د دغه ځوانانو او ښځو د سولې غږ ته مثبت ځواب ووايي.

په کابل او نورو ولایتونو کې د روانو اعتراضونو تنظیموونکي وايي، که د جګړې ښکېل لوري د دوی د سولې غږ وانه‌وري، نو دا ډول ولسي اعتراضونه به له یوې ورځې بلې ته پراخ شي او د جګړې پر ضد په یو پیاوړی ولسي دریځ رامنځته شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG