د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ډیپلومات: پر پاکستان فشار په افغانستان کې د نتیجې په خاطر


  • ډیپلومات

ډیپلومات مجله تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري، "پر پاکستان فشار په افغانستان کې د نتیجې په خاطر."

په دې مقاله کې راغلي چې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د ټرمپ اداره پر پاکستان تازه فشارونه راوړي چې په دغو کې د ناټو له تړونه بهر د ناټو د یوه مهم همکار غړیتوب ترې واخلي، ټولې پوځي مرستې پرې بندې کړي او د پاکستان د حکومت پر یو شمېر چارواکو د ویزو بندیزونه ولګوي.

ډیپلومات لیکي چې په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره وکتل، خو د دې لیدنې کتنې اهمیت دومره و چې یوازې یې عکسونه سره واخیستل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره هېڅ‌راز پرمختګ ونه‌شو.

خپرونه لیکي چې تر خبرو وروسته حتی ګډه اعلامیه خپره نه‌شوه.

واشنګتن له خپل لوري اعلامیه خپره کړه او په‌کې ویې‌لیکل چې د پاکستان حکومت باید پر طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترورېستي ډلو په خپله خاوره کې فشار راولي.

پاکستان بیا په خپلې اعلامیه کې ولیکل چې په قبایلي سیمو کې یې د ترورېستانو ټول پناهځایونه له‌منځه وړي دي.

ډیپلومات څرګندوي چې واشنګتن او اسلام‌اباد د افغانستان په برخه کې دوه بېلې تګلارې مخته وړي.

ډیپلومات وړاندې د واشنګتن د دوشنبې د ورځې پرېکړې ته اشاره کوي چې پر هغو اوو پاکستاني شرکتونو یې بندیزونه ولګول چې د اټمي ټکنالوژۍ له تجارت سره د ارتباط له امله تر شک لاندې دي.

ویل کېږي چې دا اقدام به د پاکستان هغو هڅو ته زیان واړوي چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړیتوب ترلاسه کړي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو پر سوداګرۍ کنټرول لري.

ډیپلومات لیکي، د امریکا متحده ایالاتو په وروستیو څو اوونیو کې د پاکستان پر ضد یو لړ اقدامات کړي، خو خپرونې په دې برخه کې نور توضیحات نه‌دي ورکړي، ډیپلومات بیا لیکي اوس ولسمشر ټرمپ دې ته انتظار دی چې له دې هڅو څه نتیجه اخلي.

  • دې هېل

یوه بله خپرونه «دې هېل» بیا لیکي چې مسکو غواړي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ له رامنځته شوې فاصلې ګټه پورته کړي ځکه چې د امریکا ولسمشر او د کانګرس غړي غواړي چې د پاکستان پر ضد هڅې وکړي او روسیه غواړي له اسلام‌اباد سره اړیکې نورې هم نږدې کړي.

د دې هېل د دې مقالې سرلیک دی، روسیه به په افغانستان کې د امریکا هڅې له ګواښ سره مخامخ کړي؟

په لیکنه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په وینا راغلي دي چې هېواد یې دې ته چمتو دی چې له پاکستان سره د ترهګرۍ په مبارزه کې مرسته وکړي او دا د ټولې سیمې په ګټه ده.

خپرونه له طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په ارتباط په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن خبرو ته اشاره کړې ده چې وایي، داسې شواهد لري چې روسیې په تېر یو نیم دوه کاله کې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅې کړې دي.

د دې په غبرګون کې په کابل کې د روسیې سفارت د جنرال نېکلسن خبرې بې‌بنسټه بللې دي او ویلي یې دي چې له طالبانو سره‌یې تماسونه د افغانستان د خلکو د امنیت په خاطر دي او هڅې کوي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

دې هېل وړاندې لیکي، داسې تورونه او د هغوی ردول ښایي د منلو نه‌وي ځکه چې دواړه هېوادونه امریکا او روسیه د خپلو ګټو لپاره نه‌غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پناهځای بدل شي.

د خپرونې په باور، جنرال نېکلسن اندېښنه لرې چې روسیه به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو له لارې په افغانستان کې د ناټو هڅو ته زیان واړوي او له دې سره به کړکېچ پسې زیات او ستر شي.

XS
SM
MD
LG