د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

مسیر: د تاشکند کنفرانس له سولې سره څه مرسته کولای شي؟


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس نتیجو ته کتنه کړې ده.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د تاشکند کنفرانس له سولې سره څه مرسته کولای شي؟ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کابل پروسې له دوهمې غونډې وروسته د سولې په تړاو دا لومړنی کنفرانس دی چې کېږي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي اټکل و چې وسله‌وال مخالفین به د کابل پروسې په غونډه کې د افغان ولسمشر د سولې وړاندیز ته ځواب ووایي او له هغې وروسته به د تاشکند په کنفرانس کې د طالبانو پر ځواب او شویو پرمختګونو بحث کېږي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا دا چې وسله‌والو طالبانو د ولسمشر وړاندیز ته تر دې دمه هېڅ ډول ځواب نه‌دی ورکړی، نو همدې چارې د تاشکند په کنفرانس هم سیوری وغوړاوه.

د سرمقالې لیکوال همداراز لیکي چې د تاشکند په کنفرانس کې همغه خبرې تکرار شوې چې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې شوې وې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په دې کنفرانس کې طالبانو ته یو وار بیا د سولې وړاندیز وشو او که دغه ډول وړاندیز بیا هم وشي طالبان به ورته مثبت ځواب ونه‌وايي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور له یوې خوا طالبان وايي چې له افغان حکومت سره سوله نه‌کوي او بل‌خوا پاکستان لا هم د رښتیني فشار احساس نه‌دی کړی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې اوس نو افغان حکومت ته په کار دي چې له طالبانو سره په خبرو کې امریکا هم راګډه کړي او پر پاکستان د فشار راوړلو هڅو ته دوام ورکړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دغه کنفرانس کې شوي بحثونه تکرار بللي او لیکلي دي چې له افغان ولس سره خواخوږي، د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی، له افغان حکومت سره د مرستو غږ، پر طالبانو ټینګار چې د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي، له نشه‌يي توکو او ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې شعارونه او نور دې ته ورته هغه څه دي چې په تاشکند غونډه کې تکرار شول او دا هر څه افغانان له تېرو ۱۶ کلونو په هره نړیواله غونډه کې اوري.

ویسا په خپله سرمقاله کې وړاندې لیکي چې په دغسې غونډو او کنفرانسونو کې تر دې زیاتې تمې درلودل هسې د هوا ګځول دي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور په دغسې غونډو کې د ستونزې پر حل د تمرکز پر ځای یوه کاذبه تبلیغاتي فضا جوړېږي.

په واقعیت کې د افغانستان د سولې ستنې کورني ابعاد لري.
  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د افغانستان د سولې لپاره باید د نړیوالې ټولنې له هڅو ملاتړ وشي.

په سرمقاله کې راغلي د تاشکند د غونډې ګډونوالو د افغانستان له سولې ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د افغان حکومت سیاست ستایلی چې د لیکوال په باور دا د یادې غونډې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د ازبکستان ولسمشر ویلي، هېواد یې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د سولې کوربه‌توب ته چمتو دی.

د سرمقالې په پای کې راغلي هر څومره ژر چې په هېواد کې سوله راشي، په هغه اندازه په‌کې د افغانستان او ولس ګټې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په واقعیت کې د افغانستان د سولې ستنې کورني ابعاد لري.

د لیکوال په اند تر هغې چې دغه ستنې ښې ونه‌رغول شي، په بهر کې تاشکند ته ورته غونډې د افغانستان ستونزه نه‌شي حل کولای.

خو دا چې په کور دننه کومې ستونزې دي، لیکوال ورته بشپړه اشاره نه‌ده کړې.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي چې دغه ډول غونډو ته ډېرې هیلې شته، خو سیمه او نړۍ باید د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو او افغان سولې د تحقق لپاره باید لاس په کار شي، ځکه د ورځپاڼې په باور که سیمه او نړۍ دا کار ونه‌کړي نو د ترهګرۍ ګواښ هره خوا خپرېدای شي او بیا به سولې ته رسېدل ناممکن وي.

XS
SM
MD
LG