د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ټیفا: د انتخاباتو د دقیقې نېټې نه‌اعلان او په وړاندې یې خنډونو اندېښمن کړي یوو


د افغانستان د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او سیاسي ګوندونه وايي، د انتخاباتو د دقیقې نېټې نه‌اعلان او په وړاندې یې ګڼو خنډونو اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي، خلک او سیاسي ګوندونه د انتخاباتو ځنډ، د رأی ورکولو د مرکزونو د امنیت، د استخدام غیر شفافې پروسې او د ګوندونو د څار کمې ونډې اندېښمن کړي دي.

دغه بنسټ چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري په ۰۶» د هېواد د بېلابېلو ګوندونو له استازو سره ګډه خبري غونډه لرله، وايي چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته په کار ده چې له دغه وضعیته د وتلو لپاره مسلکي چلند وکړي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‌زاده وايي، که مسلکي چلند ونه‌شي، په روان کال کې د شفافو انتخاباتو تر سره کېدل ناشونې دي.

نوموړی زیاتوي:

"د دې تر څنګ چې دوی د انتخاباتو د تر سره کېدو شعار ورکوي، باید عملاً زمینې او سرچینې هم برابرې کړي چې کار تر سره او موږ له دغې سرګردانۍ ووځو، مونږ اندېښمن یوو او باور نه‌لرو چې په روان وضعیت کې سږ کال د منلو وړ او شفاف انتخابات ولرو."

دا په داسې حال کې ده چې د پخوانۍ اعلان شوې نېټې له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه تر سره شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا تېره میاشت وویل، د تخنیکي او تدارکاتي ستونزو له امله دا انتخابات په لږ ځنډ سره تر سره کېږي.

پر انتخاباتو د څار بنسټونه له دې ډلې ټيفا وايي، انتخابات ځکه ځنډېدلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو کارونو، باور جوړونې، مقرریو او ګڼو نورو برخو کې پاتې راغلی دی.

خو د دغه کمېسیون یو غړی معاذالله دولتي وايي، د انتخاباتو لپاره زیات کار شوی او ډېر ژر به‌یې دقیقه نېټه هم اعلان شي.

ښاغلي دولتي وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یوه رښتیني تاریخ د اعلان په لټه کې دی، ټول کارونه یو په بل پسې تر سره کېږي، موږ به دا ټول کارونه ډېر ژر له خپلو انتخاباتي شریکانو سره شریک او ورسره به د انتخاباتو د ترسره کېدو یوه نېټه هم اعلان کړو."

دغه کمېسیون وايي د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د روانې حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه پیلېږي.

خو د انتخاباتو د پروسې ناظر جانداد سپین غر وايي، د انتخاباتو لپاره نه حکومت او نه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لازم کارونه کړي دي.

ښاغلی سپین غر وايي، د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د روان پڅ بهیر په اړه د سیاسي ګوندونو، عامو خلکو او په انتخاباتو د څار د ځينو بنسټونو د اندېښنو د له‌منځه وړلو لپاره باید د کمېسیون له‌خوا جدي کارونه ترسره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG