د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۲

نړۍ

د پاکستان یوې محکمې ۲۰ کسانو ته برأت ورکړ

د پاکستان یوې محکمې پرون شنبه ۲۰ کسانو ته چې د یوې عیسوۍ ښځې او د هغې د مېړه د سوځولو تور ورباندې لګېدلی و، برأت ورکړ.

شهزاد مسیح ۲۶ کلن و او د هغه ښځه شمعه شهزاد ۲۴ کلنه وه.

هغوی په پنجاب کې د خښتو د پخولو په بټۍ کې کار کاوه.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پر هغوی تور لګېدلی و چې اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی کړی او بیا یو شمېر کسانو حمله ورباندې کړې او سوځولي يې وو. خو وروسته څرګنده شوه چې تورونه یې بې بنیاده وو.

د پنجاب پولیسو هغه مهال د سیمې زیات خلک له پېښې سره په تړاو ونیول.

په ۲۰۱۶ میلادي کال د لاهور محکمې د دې پېښې په جرم پینځه تنه په مرګ او ۱۰ تنه نور يې په بند محکوم کړل.

د محکمې څارنوال، عبدالرؤف پرون وویل چې محکمې ۲۰ کسانو ته چې وروسته له پېښې سره په تړاو نیول شوي وو، برأت ورکړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د مصر، اردون او فرانسې مشران نن د غزې پر وضعیت بحث کوي

د ورانې شوې غزې یوه څنډه
د ورانې شوې غزې یوه څنډه

ټاکل شوې د فرانسې، مصر او اردون مشران نن دوشنبه په قاهره کې د غزې پر وضعیت وروسته تر هغه بحث وکړي چې اسراییلو یوځل بیا پر دې تړانګه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) قاهرې ته ورسېد او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې وکتل.

مکرون به سبا سه شنبه، غزې ته نژدې، د مصر ایل اریش بندر ته ولاړ شي او هلته به د غزې د بشري وضعیت جاج واخلي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر ویلي، د غزې پر وضعیت به پراخ بحثونه وکړي او په خبره یې د دغې جګړې په پای ته رسولو کې مصر او اردون مهم رول لري.

اسراییل د مارچ له ۱۸مې او د یوه لنډمهاله اوربند له نافذېدو را په دې خوا یوځل بیا پر غزې پراخ بریدونه پيل کړي.

ایران یو وار بیا له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې

د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي.

هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او جدي وي»

د عراقچي څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راغلې چې ټرمپ له تهران سره د "مستقیمو خبرو " غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې به "ګړندۍ" وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.

د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د ټکر یوه صحنه
ایران کې د ټکر یوه صحنه

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي.

د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي.

د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د امریکا او پاکستان بیرغونه
د امریکا او پاکستان بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی دا اونۍ پاکستان ته ځي چې د سفر موخه یې له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د دوی د دفتر مشر ایریک مایر به د یوه پلاوي په مشرۍ د اپریل له اتمې تر لسمې پورې په پاکستان کې وي.
ویل شوي چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د کانونو په برخه کې د پانګونې او په ټوله کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

له اقتصادي همکاریو ور هاخوا به یاد پلاوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم خبرې اترې وکړي.

یاد پلاوی داسې مهال پاکستان ته ځي چې هغه هېواد له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی.

د جګوار لنډرور شرکت به د یوې میاشتې لپاره په بریټانیا کې د تولید شویو موټرو صادرات امریکا ته ودروي

د جګوار لنډرور شرکت به د یوې میاشتې لپاره په بریټانیا کې د تولید شویو موټرو صادرات امریکا ته ودروي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا شرکت هڅه کوي داسې حل لارې ومومي څو د امریکا له خوا د وضعه شویو لوړو مالیاتو په وړاندې خپل لګښتونه را کم کړي.

د رویتز په ټکو، امریکا ته د موټرو د احتمالي صادراتو درول، د بریټانیا د موټر جوړونې پر صعنت د منفي اغیزو په اړه انديښنې لا پسې زیاتې کړي دي.

په بریټانیا کې د موټرو په صعنت کې شاوخوا۲۰۰ زره کسان کار کوي.

متحده ایالات له اروپايي ټولنې وروسته په بریټانیا کې د تولید شویو موټرو دویم لوی واردوونکی هېواد دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ پر بریټانیا لس سلنه تعرفه وضعه کړه.

په میانمار کې د زلزلي له کبله د وژل شویو کسان شمیر ۳۳۰۰ تنو ته پورته شو

په میانمار کې د وروستیو زلزلو له کبله د قربانیانو شمیر ۳۳۰۰ کسانو ته پورته شو.

د دې هېواد د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، شاوخوا۴۵۰۰ کسان ټپیان او ۲۲۰ نور لادرکه دي.

ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې له میانمار سره مرستې وکړي.

دې سازمان ویلي، ښايي د وروستیو زلزلو له کبله څه باندې درې میلیونه کسان زیانمن شوي وي.

د مارچ په ۲۷ د ریښتر په کچه ۷،۷ درجې زلزلي د میانمار ډیرې برخې ولړزولې.

د دې زلزلې له کبله د میانمار په ښارونو کې لوې ودانۍ او د استوګنې کورونه ونړیدل چې اوسمهال يې ډیر خلک بې سرپناه دي.

د طالبانو له زندانه د بریټانوۍ جوړې د خلاصون هڅې

جانتن رینولډز او لور یې د سپینې ماڼۍ مخ ته
جانتن رینولډز او لور یې د سپینې ماڼۍ مخ ته

د طالبانو له خوا د دوو زنداني شویو برتانوي اتباعو زوی جانتن رینلډز د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې د مور او پلار په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

په هغه ویډیو کې چې رینلډز ازادي راډیو ته لیږلې، هغه د خپلې لور سره د سپینې ماڼۍ مخې ته ولاړ لیدل کیږي او له ولسمشر ټرمپ څخه د مرستې غوښتنه کوي.

"موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي. د برتانیا حکومت موږ ته ویلي چې زما د مور او پلار د خوشې کولو لپاره به په خپل ټول توان سره هرڅه وکړي. خو د یو برتانوي او امریکايي تبعه په توګه، زه دلته ولاړ یم او له تاسو څخه غواړم چې له زندان او له هغه هېواده زما د مور او پلار د ایستلو په برخه کې مرسته وکړئ."

باربي او پیټر رینلډز، یوه برتانوۍ جوړه چې له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېده، د فبروري په لومړۍ نیټه د طالبانو لخوا ونیول شول.

دوی د زده کړې او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې کار کاوه.

زیلینسکي وايي د روسیې توغندیز برید د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژلي او ۵۰ کسان یې ټپیان کړي

د کریويي ریه ښار یوه څنډه چې د روسیې توغندي پرې لګېدلي
د کریويي ریه ښار یوه څنډه چې د روسیې توغندي پرې لګېدلي

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي په کریويي رییه ښار کې د روسیې په یوه توغندیز برید سره لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.

د هغه په خبره په وژل شویو کې شپږ تنه ماشومان دي.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمنکو هم ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ټپيان شوي دي.

په کوم ښار چې اوس روسیې برید کړی د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پکې زیږیدلی.

د دنیپرو پتروفیسک سیمې والي سرهي لیساک ویلي دا برید ۲۰۲۵ کال په اوکرایین کې پر ملکیانو تر ټولو خونړۍ دی.

روسیي ډرون الوتکو خارکیف ښار بمباران کړ

د روسیې-اوکراین جګړه
د روسیې-اوکراین جګړه

د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف ښار د استوګنې پر ودانیو د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د پروني برید له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او دوه دیرش نور ټپيان شوې دي.

د سیمې والي اولیه سینیهوبوف په ټیلګرام کې لیکلي دي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان دي.

سینیهوبوف زیاته کړه چې د ژغورنې ډلې له برید څو ساعته وروسته هم په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټه کوي.

چارواکي په دې باور دي چې د جګپوړیو ودانیو تر کنډوالو لاندې به نور خلک هم پاتې وي.

د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف وویل چې روسیي ډرون الوتکو د څلویښت دقیقو په ترڅ کې څه باندې څوارلس حملې وکړې.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پر ولسمشر پوتین نیوکه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران

د اروپا یوشمیر جګپوړیو دیپلوماتانو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین انتقاد کړی دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په مشرۍ د سولې له وړاندیز سره مخالفت کوي.

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې ده چې له څو اونیو خبرواترو وروسته واشنګتن ته هم د کرملین د نیت په اړه اندیښنې پيدا شوې دي.

د جمعې په ورځ، د اپریل په څلورمه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ، یو شمېر لوړ پوړیو اروپايي ډیپلوماتانو په متحدینو غږ وکړ چې پر مسکو فشار زیات کړي چې دې تړون ته غاړه کیږدي.

مسکو تېره میاشت د امریکا د بشپړ ۳۰ ورځني اوربند پلان رد کړ. که څه هم اوکراین او روسیې د یو بل د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د نه کولو پر سر موافقه کړې وه، خو لاهم دواړه لورې یو بل تورنوي چې له دې تړونه سرغړونې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG