د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په پاکستان کې د سید اسحاق ګېلاني د څرګندونو په اړه تُند غبرګونونه!


سید اسحاق ګېلاني
سید اسحاق ګېلاني

د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو ځیني غړي، د «ملي پیوستون نهضت» د رئيس سید اسحاق ګېلاني دا خبرې چې "هندوستان، افغانستان د پاکستان پر ضد کاروي"، د افغانستان د استقلال، ملي حاکمیت او ملي ګټو خلاف ګڼي او ټینګار کوي چې ملي شورا او حکومت باید نوموړی په دې اړه وپوښتي.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال د وري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ملي ګټې تر هر څه لوړې ګڼلي او خپله خاوره‌یې د نورو په لمسون د ګاونډیو پر ضد نه‌ده کارولې.

ښاغلي زابلي ټینګار وکړ چې اسحاق ګېلاني باید ملت ته د خپلو څرګندونو په اړه ځواب ووايي.

زلمی زابلی
زلمی زابلی

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې د ګېلاني خبره ما په خپله واورېدله، دی باید په دې برخه کې له ملت نه بخښنه وغواړی او که نه نو، د شنبې ورځ ملي شورا پیلېږي، موږ به نوموړی لویې څارنوالۍ ته معرفي کړو چې په خپله په لویه څارنوالۍ کې د قانون له نقطې نظره ځواب ووايي."

د ولسي جرګې غړي نادر خان کټوازي هم دغه څرګندونې خواشینوونکې او د ملي ګټو په زیان وګڼلې ویې‌ویل، حکومت باید دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي.

نادر خان کټوازی
نادر خان کټوازی

ښاغلی کټوازی زیاتوي:

"سید اسحاق ګېلاني ځان ته افغان وايي، نو د یو افغان لپاره په دغسې یوه خاوره کې چې ټول عمر د افغانستان په زیان کارول شوې، دا ډول خبره باالکل بې‌بنیاده ده، موږ چې کله پاکستان ته سفر کړی، له پاکستانیانو مو غوښتي چې موږ ته اسناد راکړئ، خو هغوی هېڅکله موږ ته اسناد نه‌دي راکړي، که سید اسحق ګېلاني دا خبره کړې، باید وپوښتل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په تازه شپو ورځو کې، د افغانستان ځینو رسنیو او یو شمېر ټولنیزو شبکو لکه فېس‌بوک داسې یوه وېډیو خپره کړې چې سید اسحق ګېلاني د دوشنبې په ورځ ناوخته په اسلام‌اباد کې د افغانستان د بحران تر نامه لاندې په یوه نړیوال کنفرانس کې ویلي:

"دا چې هندوستان، افغانستان یوز کوي «استعمالوي» او د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پر ضد استفاده کوي، په دې کې شک نه‌شته."

خو د افغانستان د «ملي پیوستون نهضت» رئیس او د ولسي جرګې غړي سید اسحق ګېلاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې، د ده له‌خوا دا شان څرګندونې رد کړې ویې‌ویل چې ده د اسلام‌اباد په کنفرانس کې د ملي ګټو خلاف خبره نه‌ده کړې.

ښاغلي ګېلاني زیاته کړه:

"زما له ټولې بیانیې څخه‌یې یوه برخه بیاتي «پرې» کړې او راخیستې یې ده، که ټوله‌یې خپره کړې وی، بیا ما منله چې دا خبره ما کړې ده، امکان لري چې یو شمېر کسان غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي دوی دغه برخه راخیستې ده، زه په څرګند ډول دا وایم چې خپل خدای او خلکو ته خجالت نه‌یم، د دې څو کسو فېس‌بوکیانو چې استخباراتي کارونه کوي او شخصیتونه وژني، هېڅ پروا نه‌کوم."

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د سیمي او نړۍ د هېوادونو په چارو کې د افغانستان د نه‌لاسوهنې پالېسي روښانه ده او حکومت دغه ارزښت ته ژمن دی.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت په هېڅ صورت هېڅ ډلې ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د یو بل هېواد پر ضد وکاروي، ترورېزم د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بولو او دا باید معلومه شي چې نوموړي څنګه څرګندونې کړي دي، تر کره معلوماتو وروسته حکومت بې له شکه مراجع لري."

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي ګیلاني دا څرګندونې د ملي ګټو خلاف او ملي امنیت ته ګواښ بللي او ویلي یې دي چې دا قضیه به عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې ځینو مدني فعالانو، سیاسي ګوندونو او د ولسې جرګې ځینو غړو په وار وار دا ویلي چې په افغان حکومت کې دننه داسې کسان او کړۍ شته چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د نورو هېوادونو په خدمت کې دي.

خو دا به تر پوښتنو او څېړنو وروسته ثابته شي چې ایا رښتیا هم ښاغلي ګېلاني دا ویلي او که په خبره‌یې د څرګندونو په وېډیو کې یې لاسوهنه شوې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG