د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې!


د بشري حقونو د څار ډلې په خپل یوه تازه خپاره شوي مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د افغان مېرمنو د امن کورونو واک په خپل لاس کې واخلي.

د هیومن رایټس واچ پېژندل شوې محققې هیدر بار دا مقاله لیکلې ده.

دا په دې باور ده چې په افغانستان کې د لسو ښځو په ډله کې اته تنه په یو نه یو ډول د خپل ژوند په ترڅ کې له خشونت سره مخامخ شوې دي.

هیدر بار د بشري حقونو د څار ډلې په استازیتوب لیکي، تر ۲۰۰۱ کال مخکې افغان ښځو او نجونو داسې ځای نه درلود لکه د امن کورونه چې هلته پناه یوسي.

د دې څېړونکې په باور، له یوې مودې راپه دې خوا د افغانستان حکومت د امن کورونو ته ورپام شوي او دا لومړی ځل نه دی چې هڅه کوي چې د دې کورونو واک په خپل لاس کې واخلي.

هیدر بار د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي، که چېرته مرسته کوونکي ژر تر ژره لاس په کار نه شي یو ځل بیا به دغه ښځې او نجونې له خشونت سره مخامخ شي.

یوې بلې چاپي خپرونې بیا د ماشومانو موضوع رااخیستې ده.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په اسلام اباد کې د زرمینې په نوم د یوې افغانې نجلۍ په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې ۸ کلنه زرمینه چې څیرې جامې یې په تن دي د اسلام اباد په کوڅو کې له ډېرانونو شیان راغونډوي.

د دې نجلۍ په وینا ورځپاڼه لیکي چې دا دوه کاله وشول چې دا له ډېرانونو شیان راغونډوي او بیا یې خرڅوي.

له دې درکه زمینه د ورځې تر یوه ډالر لږ عواید لري.

د ګارډین په باور په پاکستان کې ورځ په ورځ د هغو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی چې سرپرست نه لري او په لارو کوڅو کې ویدېږي ورځپاڼه لیکي چې په پاکستان کې تر ۱۸ کلونو لږ عمره شااوخوا یو نیم میلیون ماشومان شته چې په ښارونو کې ژوند کوي او د شپې د تېرېدو ځای نه لري.

د افغان زرمینې په څیر نجونې چې دې یا کورنۍ یې د جګړو له امله خپل هېواد پرې ایښی دی له داسې برخلیک سره مخامخ شوې دي، خو د ګارډین په وینا په پاکستان کې د بې کوره کوچنیانو علت سیمه ییزې شخړې او لوږه ده چې د ځینو کوچنیانو کورنۍ دا وس نه لري چې خپل ماشومان وساتي.

XS
SM
MD
LG