د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

سرخط: سیمه او نړۍ کې موجوده حالات له پاکستان سره یاري نه‎کوي


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن بیا هم کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر او د دغه هېواد لومړي وزیر ته د ولسمشر اشرف غني په بلنې لیکنې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي په کابل کې په خپله لومړنۍ لیدنه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په سر په نویو پیغامونو له افغان مشرانو سره بحثونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه کابل ته د سولې په تړاو د نوې همکارۍ له پیغام سره راغلی و او ټاکل شوې ده چې د نورو جزئیاتو پر سر د پاکستان د حکومت مشر کابل ته په خپل سفر کې له افغان ولسمشر سره چنې ووهي.

د ورځپاڼې په باور په سیمه او نړۍ کې موجوده حالات له پاکستان سره یاري نه‎کوي او د ښاغلي غني د سولې وړاندیز هم پاکستانیان او هم د هغوی له ملاتړه برخه‌مند طالبان په یوه تاریخي دوه لاري کې درولي چې یوه‌یې د روغې او بله‌یې د جګړې خوا ته تللې.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سفر ته په اشارې د مشرانو جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې افغان حکومت باید د پاکستان په ژمنو ونه‌غولېږي.

ورځپاڼه لیکي:

یو شمېر سناتورانو له طالبانو سره د خبرو له‎پاره د افغان حکومت د سولې له وړاندیز او د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د دولتونو په کچه د ډیالوګ د پیلولو څخه د پاکستان ملاتړ ته په اشارې ویلي دي چې اسلام‎اباد په خپلو ژمنو ولاړ نه‎دی.

ورځپاڼې د سناتورانو په حواله دا هم لیکلي دي، که پاکستان درواغ نه‌وایي، نو پر طالبانو دې فشار راولي چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز دې ومني او د هغې پر بنسټ دې اوربند اعلان کړي.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې د سناتورانو دا نظر هم راخیستی چې ویلي دي، کابل ته د پاکستاني چارواکو د زیاتېدونکي تګ راتګ اساسي علت د امریکا فشارونه دي چې دا هېڅکله هم دا معنی نه‎لري چې اسلام‎اباد د افغانستان سولې ته صادق دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې پاکستان باید د طالبانو او نورو سخت دریځو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا مرستیال ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو حضور پای ته ورسوي.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې تر نړیوال فشار لاندې پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د همدغو ترهګرو ډلو پر مټ‌یې له افغانستان سره جګړه روانه ساتلې ده.

خو د ورځپاڼې په وینا دا په هېڅ ډول د منلو وړ نه‎دي، پاکستان باید خپله ترهګریزه پالېسي پای ته ورسوي او پر ځای یې له افغانستان، امریکا او نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.

ورځپاڼې د خپل بحث په دوام لیکلي دي چې په همدې هیله ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده او حکومت د پاکستان د ځواب په تمه دی.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د لا زیاتې همکارۍ په اړه د امریکا په ټینګار بحث کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا له‎خوا دا غوښتنه داسې مهال تکرار شوې چې له‎دې مخکې امریکایي چارواکو پر پاکستان تور پورې کړی و چې هغو ترهګرو ته‌یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې د دوی پر وړاندې په افغانستان کې جګړه کوي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي و چې پاکستان په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا مشرانو ته دوکه ورکړې چې دا ډول چلند باید فوراً پای ته ورسول شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې پاکستان به د نړیوالې ټولنې له فشارونو د خلاصون له‎پاره د افغانستان له لوري د دولتونو ترمنځ د مخامخ خبرو وړاندیز درک نه‎کړي.

خو ورځپاڼې دا اشاره هم کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه به تر هغو حل نه‎شي چې د افغان حکومت ملاتړی هېواد امریکا د نړۍ او سیمې له لویو قدرتونو سره د جنګ د پای ته رسولو او سولې له‌پاره یوه اجماع رامنځته نه‎کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولتونو په کچه خبرې به په اساسي مسئلو متمرکزې وي چې په‎کې د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG