د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

ارګ: د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د سولې له طرحې ملاتړ وکړ


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، په یوه ورځني رسمي سفر کابل ته راغلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ناصرجنجوعه له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره په کتنه کې د افغان حکومت د سولې له نوې طرحې ملاتړ وکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۶ مه» ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي جنجوعه له ولسمشر غني سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولت په دولت د خبرو هرکلی وکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ښاغلي مینه پال وویل:

"د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او له افغانستان سره د پاکستان د دولت په دولت د خبرو هرکلی یې وکړ، افغان ولسمشر د کابل پروسې په تعقیب، د پاکستان صدرعظم ته د دولت په دولت د هر اړخېزو خبرو لپاره کابل ته د راتګ بلنه ورکړه. "

شااوخوا درې اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې له پاکستان سره د مخامخ خبرو د پيل او دغه شان یې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.

له دغو وړاندیزونو وروسته دا لومړی جګ پوړی پاکستانی پلاوی دې چې د اړیکو د رغولو لپاره، کابل ته سفر کوي.

د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي چې کابل ته ناصر خان جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په بلنه سفر کړی دی.

په ورته وخت کې یوشمېر پاکستاني رسنیو لیکلي چې ښاغلی جنجوعه به د اسلام اباد ـ کابل د ترینګلو اړیکو پر رغولو، له افغان چاواکو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یوه افغان پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی و.

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ او له افغان چارواکو سره خبرو ته هیله مند نه دي.

د دغې جرګې غړي اکبر ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، ممکن دغه پلاوی طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د نوي وړاندیز د وضاحت لپاره راغلی وي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي:

"تاسې ولېده چې ولسمشر په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ته د سولې یوه ښه طرحه وړاندې کړه، شاید دغه پاکستانی پلاوی د دغې طرحې د وضاحت لپاره افغانستان ته راغلی وي چې له وضاحت او ډاډ وروسته بیا پاکستان طالبان سولې ته تشویق کړي."

د د غې جرګې بل غړی نادر شاه بحر وايي، ښه ده چې د داړو هېوادونو ترمنځ ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.

ښاغلی بهر ټینګار کوي چې افغان چارواکي باید د یوې نتیجې په هدف، له پاکستاني پلاوي سره سپینې او مخامخ خبرې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG