د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د سولې او جګړې انسټیتوت: په افغانستان کې د اوبو د پروژو په اړه هیله مندۍ زیاتې شوي


سټارز انډ سټرایپس انلاین ورځپاڼې د افغان هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره د هڅو په اړه مقاله لیکلې ده.

د سټرایپس په مقاله کې راغلي د دې لپاره چې افغان پوځ پر خپلو پښو ودرېږي د الوتکو د ترمیم په برخه کې روزنه ډېره مهمه ده.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت د جنورۍ په میاشت کې یو رپوټ خپور کړ چې پکې راغلي و چې د الوتکو د ترمیم اتیا فیصده د بهرنیو قراردادیانو په غاړه دی.

د مقالې لیکوال همداراز لیکلي چې بهرنیان د امنیتي اندېښنو په سبب د افغانستان ډېرو سیمو ته سفر نه شي کولای.

سټارز انډ سټرایپس وايي، د همدې لپاره که چېرته په یوه لرې سیمه کې کومه پېښه وشي یوازې افغانان مرستو ته ورتلی شي.

د سولې او جګړې انسټیتوت:

د سولې او جګړې انسټیتوت یوه مقاله لیکلې چې عنوان یې دی:" په افغانستان کې د اوبو د پروژو په اړه هیله مندۍ زیاتې شوي دي."

د مقالې لیکوال لومړی د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان د بند د رغولو چارو ته اشاره کړې ده.

د کمال خان د بند د پروژې په بشپړېدو سره به اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا به تولید شي.

د سولې او جګړې انسټیتوت وايي علي احمد مهاجر چې د نیمروز یو اوسیدونکی دی اوس ډېر خوښ دی ځکه د کمال خان د بند پروژې بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

د مقالې په دوام کې د اوبو په سر د افغانستان او ایران تر مځ موجوده لانجو ته هم اشاره شوې ده.

ایران په افغانستان کې په خاص ډول په لویدیځو ولایتونو کې د اوبو د بندونو په رغولو اندېښنې ښودلې دي.

خو افغان حکومت د اوبو مدیریت د افغانستان او سیمې په ګټه بللی او په ګاونډیو هېوادونو یې غږ کړی چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه اندېښنه ونه کړي.

په لویدیځو ولایتونو فراه،هرات او نیمروز کې د اوبو د پروژو د امنیت په اړه دوامداره اندېښنې موجودې دي خو د سولې او جنګ انسټیتوت دا وار د نیمروز د چارواکو په حواله ویلي چې د کمال خان د بند امنیت نیول شوی دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG