د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ویسا: ولې د سولې هڅو ته د رد ځواب؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو په ولسي جرګه کې د ولسمشر په پلوۍ او مخالفت کې د دوو ډلو ترمنځ د لفظي شخړې او د سولې په تړاو د طالبانو د ناڅرګند دریځ په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل دوهم مخ کې لیکلي دي چې د ولسمشر سرسخت منتقد د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه انتخاب شو.

ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي دي چې همایون همایون حکومت د ولسي جرګې د مشرتابه پلاوي د ټاکلو لپاره په شویو انتخاباتو کې په مداخلې تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې په ټول جدیت سره به د حکومت د دا ډول پروګرامونو په وړاندې ودرېږي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې بیا د نذیر احمدزي څرګندونې راخيستې دي چې د جرګې د لومړۍ مرستیالۍ لپاره له همایون همایون سره سیالي کوله او لیکلي یې دي چې ښاغلي احمدزي خبرداری ورکړی چې چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د ولسمشر او د ملي امنیت د سلاکار په خلاف جبهه پرانيزي.

د ورځپاڼې په وینا، له دې مخکې همایون همایون په خپلو څرګندونو کې پر ولسمشر، د ملي امنیت پر سلاکار او یو شمېر نورو چارواکو سخت انتقادونه کړي وو.

  • اوټ لوک

اوټ لوک ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د همایون همایون او نذیر احمدزي ترمنځ د لفظي شخړې په تعقیب، د دواړو ساتونکو د ملي شورا په انګړ کې د یو بل پر وړاندی د ټوپک شپېلۍ واړولې.

خو ورځپاڼې د ځینو نورو وکیلانو په حواله لیکلي دي چې د داسې شخړو د رامنځته کولو پر ځای په کار ده چې ټول سره لاس په لاس شي او د ملي ګټو د خوندي کولو، ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

د اندونیزیا غونډې ته د طالبانو له لوري د رد ځواب هم د کابل ورځپاڼو د لومړیو مخونو مهم سرلیکونه جوړوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په یوه مطلب کې د اندونیزیا غونډې ته د طالبانو د رد ځواب په اړه دا پوښتنه کړی چې ولې د سولې هڅو ته د رد ځواب؟

ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو د کب د میاشتې په ۱۹مه د یوه بیان په خپرولو سره د اندونیزیا غونډه رد کړه او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې پکی ګډون ونکړي.

ورځپاڼه لیکي، ښایي د اندونیزیا غونډه په نږدي ورځو کې جوړه شي او د اسلامي هېوادونو استازي به هم په‌کې ګډون وکړي، خو د طالبانو دریځ د اندېښنې وړ دی.

ورځپاڼه لیکي چې ممکن په دې غونډه کې په انتحاري حملو او چاودنو هم بحثونه وشي او په اړه‌یې د اسلامي هېوادونو دریځ روښانه شي.

  • هېرټ اف اېشیا

هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر رښتیني ملاتړ ته اړتیا لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې افغان ولسمشر خپله د سولې طرحه وړاندې کړه چې د اکثرو هېوادونو له‌خوا یې ملاتړ وشو، خو اوس د وخت غوښتنه دا ده چې دغه هېوادونه دې عملاً د دې طرحې د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د مشرانو جرګې پروني بحث ته په اشارې چې په‌کې د حکومت د سولې د طرحې هرکلی وشو، لیکلي دي چې د جرګې غړو پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې غږ دې پورته کړي.

ورځپاڼه لیکي چې مشرانو جرګې دا غږ داسې مهال کړی دی چې لا هم طالبانو د حکومت طرحې ته کوم رسمي ځواب نه‌دی ویلی.

ورځپاڼه لیکي چې د جرګې یوه غړي له طالبانو وغوښتل چې د حکومت د طرحې په اړه دې ښه فکر وکړي او مثبت ځواب دې ووایي.

XS
SM
MD
LG