د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د کورنیو چارو وزارت: د فراه د انار درې ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه چې ګواکې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده، رد کړل او وايي چې د دغې ولسوالۍ مرکز تېره شپه د نیم ساعت لپاره وسله‎والو طالبانو نیولی و، خو اوس د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن ورځ دوشنبه غرمه مهال د افغان هوايي ځواکونو د بمبار او ځکمنیو قطعاتو د عملیاتو په پایله کې شااوخوا ۵۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره دا مهال د دغې ډلې غړي د ولسوالۍ په شااوخوا کې د افغان ځواکونو له لوري د محاصرې په حال کې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

رحیمي زیاته کړه:

"په بشپړ ډول د انار درې ولسوالۍ مرکز د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی، په دغې ولسوالۍ کې د افغانستان د خلکو ټول دښمنان د امنیتي ځواکونو په محاصره کې دي."

ښاغلی رحیمي زیاتوي، د انار درې ولسوالۍ په مرکز د وسله‎والو طالبانو په حمله کې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۷ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پر ولسوالۍ باندې د وسله‎والو طالبانو له حملې وروسته دولتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د انار درې ولسوالۍ له مرکزه شااوخوا ۵۰۰ متره په شا تګ کړی.

د نوموړي په خبره دم‎ګړۍ له وسله‎والو طالبانو د سیمو د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د ولایتي شورا د یو شمېر غړو په وینا وسله‎والو طالبانو تېره شپه د انار درې ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې ده.

د دوی په خبره په دغې حمله کې وسله‎وال طالبان توانېدلي چې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

فراه ولایت په دې وروستیو اوونیو کې د یو لړ ناامنیو او پېښو شاهد و.

دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس تأیید کړې وه چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفینو په حمله کې ۱۸ افغان سرتېري وژل شوي وو او درې تنه‌یې لادرکه دي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وايي، وسله‎والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په انار درې ولسوالۍ باندې حمله کړې چې په نتیجه کې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ د طالبان لاس ته لوېدلې دي.

نوموړی وايي:

"هلته د ملي امنیت چې کوم مدیریت دی او د ملي اردو په قرارګاه باندې سخت جنګ روان دی. د سیمې د خلکو د معلوماتو پر اساس امنیتي ځواکونو ته له ۱۰ تر ۱۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې، دښمن ته هم تلفات رسېدلي دي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د فراه ولایت استازو د دغه ولایت په ناامنیو باندې خبرې وکړې.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له دولته وغوښتل چې د وسله‎والو مخالفینو د حملو د په شا تمبولو لپاره جدي تدابیر ونیسي.

راپور: رحمت‎الله افغان

  • پخواني معلومات

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د انار درې ولسوالۍ د مرکز د بېرته نيولو لپاره سيمې ته تازه دمه پوځيان رسېدلي دي.

د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري تأييدوي چې افغان ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه شا ته شوي دي.

تر دې مخکې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور ازادي راډيو ته ويلي و چې د دولت وسله‌والو مخالفینو تېره شپه د ولسوالۍ مرکز نيولى دى.

وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې دغه ولسوالۍ يې نيولې او په حمله کې يې ١٥ سرتېري وژلي او درې ټانکونه‌يې نيولي دي.

  • پخواني معلومات

د فراه د ولايتي شورا رئيس وايي، د دولت وسله‎والو مخالفینو تېره شپه د انار درې ولسوالۍ نيولې ده.

فريد بختور نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وويل چې په ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‎والو ترمنځ شديده جګړه روانه ده.

د فراه ولايت چارواکو رسماً د دولت وسله‎والو مخالفینو ته د انار درې ولسوالۍ د ورلوېدو په اړه څرګندونې نه‎دي کړي.

تر دې مخکې دفاع وزارت د فراه د ځينو سناتورانو د اندېښنو په ځواب کې ويلي و چې افغان امنيتي ځواکونو په فراه کې ١٣ هوايي عمليات کړي دي.

د دغه وزارت وياند وويل چې په فراه ولايت کې د دوى پوځي عملياتو ځيني پرمختګونه کړي دي.

په مشرانو جرګه کې د فراه سناتور محمد سرور عثماني ازادي راډيو ته ويلي و چې وسله‎والو د فراه ښار ١٥ کېلو مترۍ ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG