د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

«اسلامي مصلحت شورا» د ټاپي عملي کېدل د سولې په تأمین کې مهم بولي


د «اسلامي مصلحت» په نوم د شورا غړي د ټاپي پروژه په هېواد کې د ثبات او امنیت د ټیګښت لامل بولي او پر هېوادوالو د دغې پروژې د ملاتړ غږ کوي.

د دغې شورا مرستیال عبدالقادر قانت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې سوله، ثبات او پرمختګ د افغانانو مهمې اړتیاوې وبللې.

نوموړي زیاته کړه:

"یوه بشري ټولنه او موږ افغانان دوو شیانو ته ډېره اړتیا لرو، یو سوله او ثبات بل ټولنیز پرمختګ چې ټاپي پروژه‌یې یوه برخه ده، موږ د ټاپي له پروژې څخه چې په هېواد کې د کار او پرمختګ سبب کېږي هر اړخیز ملاتړ کوو."

دا پروژه شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو په ګډون د پاکستان د صدراعظم او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت د وزیر له‌خوا په رسمي ډول په افغانستان کې پرانیستل شوه.

قانت: ټاپي د سولې په تأمین کې مهمه ده.
قانت: ټاپي د سولې په تأمین کې مهمه ده.

د ترکمنستان د ګازو دغه نل لیکه ۷۵۰ کېلو متره د افغانستان په خاوره کې له تېرېدو وروسته پاکستان او هندوستان ته رسېږي.

دا پروژه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ له یوې برخې څخه تېرېږي، په داسې حال کې چې د دغې ولسوالۍ خلک له ناامنۍ کړېږي.

د ګازو یاده نل لیکه، د هلمند له نهر سراج او واشیر ولسوالیو او همدا شان د کندهار، له میوند، ژېړۍ، ارغنداب، دامان او سپین بولدک له ولسوالیو نه هم تېرېږي.

له دې وړاندې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د ټاپي پروژې له عملي کېدو ملاتړ کړی.

له دې ټولو سره سره افغان حکومت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې په عملي کېدو سره به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په کلني ډول به د ټرانزیت له درکه افغانستان ته ۵۰۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه شي.

د سیاسي چارو کارپوه زبیر شفیقي وايي، یو هېواد هغه وخت سیاسي او اقتصادي پرمختګ ته رسېدلی شي چې د نورو په اشارې په هېواد کې د بې‌ثباتۍ پر ځای په هېواد کې د داسې سترو پروژو عملي کېدو ته کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ناامنیو تر څنګ بې‌وزلي د افغانانو په ژوندانه ژورې اغېزې کړي، بې‌وزلي ځوانان تر اغېز لاندې راولي نو ځکه شک نه‌شته چې دا پروژه د افغانستان په سوله او ثبات اغېز لري او زموږ علما باید په دې اړه عامه پوهاوی وکړي."

ښاغلی شفیقي وايي، د ټاپي پروژې له پلي کېدو سره اقتصادي پراختیا ته زمینه برابرېږي، خو تر څنګ‌یې د امنیتي وضعیت ښه کېدو او له ترورېزم سره د ګډې سیمه‌ییزې اجماع ته کار ډېر زیات مهم دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG