د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کوم مطالب څېړلي؟


د کابل ورځپاڼو نن خپل مهم سرلیکونه د ارګ ماڼۍ او د عطا محمد نور ترمنځ خبرو او له طالبانو سره د سولې په تړاو، د حزب اسلامی د مشر وروستي وړاندیز ته ځانګړی کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ د خبرو نوي دور ته ځانګړی کړی او د ځینو سرچینو په حواله یی لیکلي دي چې په مزار شریف کې په روانو خبرو کې دواړه خواوی یوی وروستۍ هوکړی ته نېږدې شوي دي.

خو ورځپاڼې د جمعیت د ګوند د یوې سرچینې په حواله چې نوم یی نه دی اخيستل شوی، لیکلي دي چې ارګ ماڼۍ د عطا محمد نور د تطمیع لپاره هغه ته ځینی شخصی وړاندیزونه کړي دي او د جمعیت ګوند او ارګ ماڼۍ ترمنځ د اختلافاتو په اړه خبری نه دي شوي.

ورځپاڼې د جمعیت ګوند د یوې بلې سرچینې په حواله لیکلي دي، تر هغو چې د عطا محمد نور او ارګ ماڼۍ ترمنځ شوې هوکړې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا تأیید ترلاسه نه کړي، نهایي کېدای نشي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د ارګ ماڼۍ پلاوي له عطا محمد نور سره د تړلو دروازو ترشا پټې خبرې کړې دي او د بلخ پخواني والي یو ځل بیا خپل شرایط د ارګ پلاوي ته وړاندې کړي دي چې پکې د بلخ ولایت لپاره دده په خوښه د نوي والي ټاکل هم شامل دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ارګ ماڼۍ له خوا استول شوي پلاوي چې پکې د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزی او د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي هم شامل دي، دوه پرله پسې ورځې له نور سره خبرې کړې دي، خو لا هم د خبرو په اړه جزیات نه دي څرګند شوي.

ورځپاڼه لیکي چې د عطا محمد نور له خوا په وړاندې شویو شرایطو کې د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزارتونو لپاره د جمعیت ګوند څخه د نوماندانو غوره کول هم شامل دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د همدې خبرو په اړه په خپل راپور کې لیکلي دي چې نور ته نېږدې سرچینو ویلي دي چې نور ورغلي پلاوي ته دا په ډاګه کړې ده چې د دوی ترمنځ د خبرو په اړه د پرېکړی واک د جمعیت اسلامي ګوند له مشرتابه سره دی او د ولسمشر استازو ته پکار ده چې د جمعیت له مشرتابه سره وګوري.

ورځپاڼې په خپل راپور کې دا هم لیکلي دي چې د نور او ارګ پلاوي ترمنځ په خبرو کې لا کوم توافق نه دی شوی، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا، ځینو نورو سرچینو بیا په خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې ده.

له طالبانو سره د سولې په تړاو حکومت ته د حزب اسلامی د مشر وروستی وړاندیز هم د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې د بحث توده مسئله جوړوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو وروستیو څرګندونو کې حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې لپاره دې ځینې سیمې طالبانو ته پرېږدي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې طالبانو ته د ځینو سیمو پرېښودل، د امریکا پخوانۍ طرحه ده چې په تېرو کلونو کې څو څو وارې مطرح شوی وه، خو د پخواني حکومت له مخالفت سره مخامخ شوې وه.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي حکمتیار له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د جګړې په ډګر کې سوله نه کېږي، بلکې د سولې د خبرو لپاره امن او خوندي سیمو ته اړتیا ده.

ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي حکمتیار په حواله لیکلي دي چې د سولې د خبرو لپاره دا یوازنۍ اغېزناک وړاندیز دی چې ولسمشر اشرف غنی یې هم ملاتړ کړی دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې ددی طرحې مخالفت کړی او لیکلي یې دي چې دا د سولې په پلمه، د افغانستان د وېش طرحه ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ښاغلي حکمتیار دا طرحه له فدرالي نظام څخه هم ناوړه اغېز لرلای شي او دا ځکه چې په فدرالي نظام کې محلي حکومته، خو د ځینو خاصو شرایطو له مخې مرکزي حکومت ته مسؤل دي، خو داسې څه ضمانت نشته چې د دې طرحې په پلې کېدو سره به طالبان له مرکزي حکومت سره په همغږۍ کې فعالبت وکړي او یا د مرکزي حکومت احکام ومني.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی او لیکلي یې دي چې که څه هم دا کومه نوې طرحه نه ده، خو پلې کول به یې موجوده نظام نسکور کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې کرښه معلومه ده او طالبان باید له موجوده نظام سره یو ځای شي، اساسي قانون ومني او یا هم جګړې ته دې دوام ورکړي، څو یا خپله له منځه ولاړ شي او یا هم په ټول هېواد واکمن شي.

ورځپاڼې په پای کې لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني په داسې مواردو کې واک نه لري او پکار ده چې په دې برخه کې خلکو ته رجوع وشي، خو په دې شرط چې په نظر غوښتلو کې تقلب ونشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې که څه هم ددې طرحې په اړه کوم بحث نه دی کړی، خو په یوه جلا مطلب کې یی لیکلي دي چې طالبان به له سولې سره په مخالفت کې خپل زیات پلویان له لاسه ورکړي.

ورځپاڼې وړاندې د خپل بحث په دوام لیکلي دي چې سوله د افغانانو یوه اړتیا ده او همدې مسئلې ته په کتو، ولسمشر د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو ته د سولې په تړاو خپل وړاندیز اعلان کړ.

ورځپاڼه لیکي چې اوس دا په طالبانو پورې تړلې ده چې د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي او که جګړې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG