د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

چین غواړي چې په ۲۰۲۲ کال کې یوه لویه فضایي اډه فعاله کړي


چین به په دوو کلونو کې د خپل فضایي پروګرام لپاره چې د دې هېواد د پوځ له ملاتړه برخمن دی، ملکي فضانوردان وګماري اوهم په پام کې لري چې د فضایي ماموریتونو لپاره د عملې شمېر زیات کړي.

دا خبره د چین د فضایي پروګرام مرستیال یانګ لیوي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وکړه او ویې ویل چې د چین د فضانوردانو په درېیمه روزونکې ډله کې به له صنعتي سکټور، تحقیقاتي مرکزونو او پوهنتونونو څخه کسان وګمارل شي چې د چین د خپلواکې فضایي اډې په جوړولو کې مرسته وکړي اوهم یې په فعالیت کې ونډه واخلي.

یانګ چې په خپله د چین لومړنی فضانورد دی چې په ۲۰۰۳میلادي کال کې فضا ته استول شوی و، دغه راز وویل چې د نویو فضانوردانو په ډله کې به د حفظ و مراقبت انجینران، د وسایلو او تجهیزاتو د لېږدولو متخصصین او پیلوټان شامل وي.

چین د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې ۱۴ فضانوردان او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د دوو ښځو په ګډون، ۷ نور غوره کړي وو چې تراوسه یې ۱۱ په شپږو ماموریتونو کې فضا ته استول شوي دي.

چین په اوس وخت کې په فضا کې د تیانګون دوه په نوم یوه مخکښه فضایي اډه لري چې د ۲۰ ټنو په وزن یوه نوې وسیله به سږکال په فضا کې ځای پرځای کړي او تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې به د ۶۰ ټنو په وزن د دې هېواد یوه دایمي اډه په فضا کې په فعالیت پیل وکړي.

دغه اډه به لږترلږه د یوې لسیزې لپاره فعاله وي.

چین له نړیوالې فضایي اډې څخه چې وزن یې ۴۲۰ ټنه دی، بې برخې شوی او اصلي دلیل یې هم د امریکا قانون دی چې اجازه نه ورکوي چې د چین له فضایي پروګرام سره چې ګومان کېږي د دې هېواد له پوځ سره پیاوړې اړیکې لري، همکاري وکړي.

فضا ته د خپل لومړني فضانورد په استولو سره چین له امریکا متحدو ایالتونو او روسیې وروسته، په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې کولای شي فضانوردان فضا ته واستوي.

چینایي فضانوردانو په فضا کې ګامونه اخیستي او هم یې یوه څېړونکې وسیله سپوږمۍ کې راکوزه کړې ده.

چین په پام کې لري چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې یوه بله وسیله مریخ ته ولېږي او بېرته له هغه ځایه نمونې له ځان سره را وړي.

چین به دغه راز لومړنی هېواد وي چې د سپوږمۍ په لېرې برخه کې یوه سپکه وسیله را کوزوي.

XS
SM
MD
LG