د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د ځینو سناتورانو او کارپوهانو له نظره د «کابل پروسې» د دوهمې ناستې اهمیت!


د کابل پروسې د دوهمې ناستې سره هم‌مهاله د مشرانو جرګې اداري پلاوی او يو شمېر کارپوهان دغه ناسته د امنیت د ټينګښت او ترورېزم سره د مبارزې لپاره مهمه بولي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د افغانستان قضیه سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه لري او د کابل پروسې دوهمه ناسته کولای شي په دې تړاو ګټوره واقع شي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د ترورېزم د نابودولو لپاره پراخو نړیوالو همکاریو ته اړتیا لیدل کېږي.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه چې د سولې ټینګښت او په سیمه کې د ترورېزم نابودي ټوله نړۍ ارامولی شي:

"زما په اند تر ټولو مهمه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په مشرۍ دې د اروپايي او يو شمېر نورو اغېز لرونکو هېوادونو ترمنځ يوه نړیواله همغږي رامنځته شي، څو د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې چې ټوله نړۍ ګواښي په همغږۍ سره اقدامات وشي."

د کابل پروسې دوهمه ناسته د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه، افغان چارواکو ویلي چې په دغې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د سولې بهیر او د ترورېزم سره مبارزه د دغې ناستې اصلي اجنډا جوړوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه صفیه صدیقي دغه ناسته د سیمې د امنتیي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهمه بولي او هیله‌مندي ښيي چې دغه ناسته به ښې پایلې ولري.

صفیه صدیقي
صفیه صدیقي

نوموړې زیاته کړه:

"دا به په سیمه کې د امنیت د ښه‌والي او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سولې او اړیکو د ښه‌والي لپاره يوه فوق‌العاده غونډه وي، د افغانستان د خلکو هیله د کابل پروسې له دوهمې ناستې دا ده چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي."

د کابل پروسې لومړۍ ناسته د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې وه چې په‌کې د نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

له بلې‌خوا د پوځي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد دې مسئلې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې له طالبانو سربېره ۲۰ تروررېستي ډلې فعالیت کوي وايي چې د ترورېزم پر وړاندې ګډه همغږي مهمه ده.

د کابل پروسې ناسته.
د کابل پروسې ناسته.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوال ترورېستان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي او افغانان وژني، هغوی د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی. زه هیله لرم چې نړیوال هم دغه مسئله درک کړي او بالاخره د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي څو د دغه هېواد خلک سولې او ثبات ته ورسېږي او نړۍ هم په امن کې شي."

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر ځای د دوهم ځل لپاره د امریکا سره د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ډلې سره د خبرو اصلي لوری افغان حکومت دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم هیله‌مندي ښودلې چې د افغان حکومت وروستۍ هڅې په ځانګړې توګه د کابل پروسې دوهمه ناسته کولای شي د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لار پرانیزي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG