د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو پر ضد له نړیوالو د عبدالله عبدالله غوښتنه!


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، د افغانستان حکومت له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې د افغانستان همکار واوسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره پر سیمه‎ییز یووالي او همکارۍ ټینګار وکړ.

انتونیو ګوترش د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال دغه‌راز وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د انتخاباتو، اصلاحاتو او په افغانستان کې د سولې د هڅو په برخه کې له‎دغه هېواد سره همکاریو ته دوام ورکوي.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې د لیدنو کتنو پر مهال د افغانستان پر مهمو مسایلو بحث وشو.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل

نوموړی وايي:

"په دغې کتنه کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت، د افغانستان د پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو، د اصلاحاتو پر پروسه او همداراز د کابل پروسې پر کنفرانس باندې بحث وشو. د افغانستان د سولې په ارتباط د سیمې هېوادونو پر همکارۍ او صادقانه عمل باندې هم دواړو لورو نظرونه تبادله کړل."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په دې لیدنه کې چې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د شورا د ۳۷مې غونډې په څنډو کې ترسره شوه، دغه‌راز وویل چې افغانستان او متحدین‌یې هڅه کوي څو د کابل د پلانونو د ملاتړ او له ستونزو سره د مقابلې په برخه کې په ګډه کار وکړي.

عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان حکومت له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د ترورېزم د ملاتړو سره د مقابلې په برخه کې له افغانستان سره همکار واوسي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی زیاتوي:

"د ملکي تلفاتو کمول، زموږ لپاره تر ټولو ډېر اهمیت لري. موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي او کابل ته د هغوی د وروستي سفره مننه کوو. هغه ځای چې موږ دغه پلاوي ته داسې کره شواهد وړاندې کړل چې ښیي یو حکومت ترورېستي شبکې تمویلوي، هلته روزنه ویني او پناه ځایونه لري."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی د روان کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه کابل ته تللی و او هلته‌یې له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره ولیدل.

هغه مهال ولسمشر اشرف غني د امنیت شورا له ورغلي پلاوي وغوښتل چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، ځکه افغان حکومت په دې باور دی چې وسله‎وال طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي یا بریدونه پلانوي.

پاکستان په پرله‎پسې ډول د ترهګرو د ملاتړ خبره ردوي.

سره له‎دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه د پاکستان پر وړاندې کوم اقدام نه‎دی اعلان کړی، خو په‎دې وروستیو کې د مالي سرچینو د څار یوې نړیوالې ډلې خبرداری ورکړ چې پاکستان به د ترورېزم د ملاتړ کوونکو په لېست کې شامل کړي.

د راپورونو له مخې که پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي او عملي اقدامات ونه‎کړي، د روان میلادي کال په جون میاشت کې به د هغو هېوادونو په خړ لېست کې شامل شي چې د ترورېستانو د تمویل مخه‌یې نه‎ده نیولې.

د امریکا او افغانستان له لوري له تورونو سره سره، پاکستان په پرله‎پسې ډول د ترهګرو د ملاتړ خبره ردوي او وایي، د ترورېزم پر وړاندې د نړیوالې مبارزې په برخه کې یې ډېر کار کړی دی او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG