د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

عبدالله عبدالله په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملګروملتونو د سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه او په نړۍ کې د پرسونل ضد ماینونو د استفادې د مخنیوي په نړیوال کنفرانس کې چې د سویس په ژنیو ښار کې جوړېږي، ګډون کوي.

عبدالله عبدالله به نن یکشنبه سویس ته ورسېږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل پرون شنبه له سویسه په ټيليفوني مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې عبدالله عبدالله به د ملګروملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له لوی کميشنر زید رعدالحسین سره وګوري.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

جاوېد فيصل وویل:

"افغانستان په دې وروستیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا درې کلن غړیتوب ترلاسه کړی چې ښاغلی عبدالله به خبرې پرې وکړي، د دې ترڅنګ، موږ د هغو ترورېستي ډلو له لورې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو له بهره يې ملاتړ کېږي، پر بشري حقونو د تېری بحث مطرح کوو، په ځانګړي ډول به له هغو ډلو سره د دولتونو په کچه د مرستو په اړه او پر دې چې څرنګه یې مخنیوی کېدلای شي، خبرې وکړو. "

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، جاوېد فیصل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د ترورېستي ډلو فعالیت د افغانستان د دولت هڅو ته چې له نړیوالو سازمانونو سره د خپلو ژمنو دعملي کولو لپاره یې کوی، خنډ پېښ کړی دی.

جاوېد فيصل زیاته کړه:

" موږ تر هغه وخته چې په افغانستان کې ترورېستي ډلې بشري ضد فعالیت کوي، خپلې ژمنې نه شوعملي کولای د ترورېستي ډلو د فعالیت له امله چې ترې له کوچنیانو په جګړه کې کار اخیستل کېږي او د انتحاري حملو لپاره تیارېږي، مخنیوی نه شي کېدلای. "

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې لږترلږه ۱۰ زره وګړي په افغانستان کې وژل شوي او زخیمان شوي دي.

د ملګروملتونو په راپور کې د جګړې د ۶۵ فیصده یا دوه پر درې برخې تلفاتو مسؤلیت د وسله والو طالبانو او داعش پر وسله والو ور اچول شوی دی.

په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په تېر یوه کال کې،۱۶ فیصده تلفات د افغانستان د امنیتي ځواکونو، ۲ فیصده د نړیوالو ځواکونو او په سلو کې یو وګړی د حکومت د پلویانو ډلو په حملو کې پېښ شوي دي.

د ملګروملتونو د سازمان په راپور کې چې د فبرورۍ په ۱۵ مه خپور شو، د هغه سازمان د د بشري حقونو د لوی کميشنر، زید رعدالحسین په حواله ویل شوي چې په افغانستان کې ملکي وګړي د ورځنیو چارو د ترسره کولو پر وخت، په عامه ځایونو کې وژل کېږي، خو د حملو عاملان پرته له دې چې سزا ورکړای شي، تښتي.

د راپور په حواله، زید رعدالحسین ویلي چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې، داسې حملې ممنوع دي او په ډېرو مواردو کې د جنګي جنایت په توګه پېژندل کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG