د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

چارواکي: په څلورو شمالي ولایتونو کې پراخ پوځي عملیات پيل شوي


په شمال زون کې د دفاع وزارت چارواکي په څلورو شمالي ولایتونو کې د طالب وسله والو او داعش ډلې په وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو له پیلېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې د البرز ۲۳ په نامه او همدارنګه په بغلان ولایت کې د البرز ۲۴ په نامه عملیات پیل شول.

د شاهین قول اردو ویاند زیاته کړه چې د پامیر ۱۶ او نوید ۸ تر نامه پوځي عملیات په تخار او جوزجان کې د داعش ډلې او طالب وسله والو په وړاندې دوام لري.

نصرت الله جمشیدي
نصرت الله جمشیدي

ښاغلي جمشیدي وویل:

"د البرز ۲۳ عملیات په بلخ کې او د البرز ۲۴ عملیات په بغلان ولایتونو کې دوام لري، په درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې، په تخار کې د پامیر عملیات او د جوزجان- فاریاب پر لویه لاره د نوید ۸ پوځي عملیات دوام لري."

د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د پسرلي په رانېږدې کېدو سره، د طالب وسله والو فعالیتونه هم زیات شوي دي.

د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو غوښتل روانه اوونۍ په بلخ ولایت کې د چمتال ولسوالۍ پر مختلفو سیمو وسله والې حملې ترسره کړي او افغان امنیتي ځواکونه هدف وګرځوي.

ښاغلي جمشیدي وویل چې د طالبانو د اهدافو د خنثی کولو او د هغوی د تحرکاتو د مخنیوي په مقصد یې، په بلخ کې د البرز ۲۳ پوځي عملیات پيل کړل.

هغه زیاته کړه:

"طالبانو برنامه درلوده، ترڅو د چمتال ولسوالۍ پر مختلفو سیمو حملې ترسره کړي او افغان امنیتي ځواکونه هدف وګرځوي، دوی غوښتل ترځو پر امنیتي پوستو وسله وال بریدونه ترسره کړي چې موږ یې د تحرکاتو د مخنیوي په مقصد، دا عملیات پلان کړل."

په بلخ کې د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په چهاربولک او شولګره ولسوالیو کې هم د طالب وسله والو فعالیت زیات شوی چې د هغوی د له منځه وړلو په مقصد به هم ډېر ژر، د پوځي عملیاتو لمن یادو سیمو ته وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د ولایتي شورا استازي هم له دولته غوښتنه کوي، ترڅو په صیاد او کوهستاناتو ولسوالیو کې د طالب وسله والو او داعشیانو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG