د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

په کندز کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نه دی عملي شوی


په کندز کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون تر اوسه نه دی عملي شوی

په کندز کې ګڼ شمېر خبریالان او د مدني ټولنو فعالان وايي، حال دا چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانونو له توشېح او تصویب څخه نېږدې درې کاله تېرېږي، خو لا هم دغه قانون په ښه توګه په یوشمېر دولتي اداره کې نه دی پلې شوی او عملي بڼه یې نه ده غوره کړې.

په دغه ولایت کې خبریالانو او د مدني ټولنو استازو د کندز ولایت په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د نه عملي کېدو په اړه اندېښنه وښوده.

ولسمشر محمد اشرف غني نېږدې درې کاله وړاندې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشېح کړ چې شپږ فصلونه او ۳۲ مادې لري، تر څو د اطلاعاتو د ترلاسه کولو پرمهال، له دولتي ادارو د قانون په رڼا کې اطلاعات را ټول کړل شي او تر خلکو پورې ورسول شي.

په کندز کې یوه خبریاله او مدني فعاله لیدا شیرزاد وايي چې دغه قانون لا تراوسه په ښه توګه نه دی عملي شوی، ځکه لاهم له دولتي ادارو پر وخت د معلوماتو په اخیستلو کې ستونزې موجودې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"عام خلک خو پرځای پرېږده، لاتراوسه پورې د دولتي ادارو کارکوونکي له دې قانونه خبرتیا نه لري، حتی خبریالان چې پر تحقیقي راپورونو کار کوي او دا یې مسؤلیت دی چې باید له بېلابېلو ادارو او ارګانونو څخه اطلاعات راټول کړي، خو خبریالان هم اطلاعاتو ته لاس رسی نه لري او نشي کولای چې خپله دنده په ښه او اساسي توګه ترسره کړي."

ددغه قانون له مخې، د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو چارواکي مکلف دي، تر څو په وخت سره خلکو ته او خبریالانو ته معلومات ورکړي، همدارنګه خلک او په ځانګړې توګه خبریالان باید په ازادانه توګه اطلاعاتو ته لاس رسی پیدا کړي.

په ورته وخت کې یوتن مدني فعال حمیدالله بلوڅ بیا وايي، حال دا چې د بیان ازادي او د رسنیو پرمختګ د افغانستان دولت له سترو لاسته راوړنو څخه بلل کېږي، خو لاهم اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې موجودې دي.

ښاغلي بلوڅ وویل:

"باید د کندز ټول مدني فعالان، خبریالان او د دولتي ادارو مامورین او ټول خلک له دې قانون څخه خبر شي، ځکه خلک معلوماتو ته اړتیا لري او د دغه قانون په رڼا کې باید له خلکو څخه معلومات پټ ونه ساتل شي."

بل خوا د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې دغه قانون ددې ولایت پر ټولو دولتي ادارو ويشل شوی، خو په پام کې ده چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پلي کولو لپاره یوه کمېټه جوړه شي، ترڅو د خلکو اندېښنو ته د پای ټکې کېښودل شي.

دی وایي:

"دا چې ولې تراوسه پورې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په دولتي ادارو کې نه دی پلی شوی، طبعاً په دې برخه کې مشکلات شته، خو څه موده وړاندې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په دې اړه د ملکي او پوځي ادارو مامورینو لپاره یو سیمینار جوړ شوی و او په دې برخه کې هغوی ته پوهاوی ورکړل شو."

ددې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په پام کې ده چې د سیمینارونو په جوړولو سره په دولتي او غیر دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په ښه توګه پلی شي او خلکو ته د اطلاعاتو راټولو په برخه کې استانتیاوې رامنځته شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG