د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د «کابل پروسې» غونډې ته د شمار ورځې پاتې، خو د سولې شورا طرح لابشپړه نه‌ده


په داسې حال کې چې د کابل پروسې راتلونکي دوهمې ناستې جوړېدو ته د ګوتو په شمېر څو ورځې پاتې دي، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې نوې طرحه بشپړه شوې نه‎ده او لا هم پرې کارونه روان دي.

د دغې شورا یوه غړي حاجي دین محمد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا پلان د سولې د پخوانیو پلانونو څخه ځکه توپیر لري چې په‎دې طرحه کې د سولې په عملي اقداماتو، د سولې د خبرو د پیل پر څرنګوالي، وسله‎والو طالبانو او د پاکستان په وړاندې د روښانه دریځ په تړاو خبرې کېږي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

نوموړی وايي:

"سره له دې چې تردې وړاندې په یوه اجماع کار شوی، خو په‎دې نوې طرحه کې عملي اقدامات په پام کې نیول شوي، په‎دې هم بحث کېږي چې د سولې پروسه باید څه ډول مخته لاړ شي، راتلونکي پلانونه څه وي، په‎دې تړاو زموږ خبرې روانې دي او په نتیجه کې به یو جامع طرحه ترتیب شي."

نوموړي وویل، په دې طرحې امنیت شورا، د افغانستان سولې عالي شورا او بهرنیو چارو وزارت په ګډه کار کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دې طرحې په اړه د سیاسي څېرو، علماوو، جهادي مشرانو او مدني فعالانو نظرونه هم اخېستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت د کابل پروسې په غونډه کې د سولې لپاره جوړه شوې طرحه د غونډې له ګډون والو سره شریکوي.

د کابل پروسې دوهمه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه په کابل کې جوړېږي.

دې ناستې ته، د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د درېیو نړیوالو سازمانونو استازي بلل شوي دي.

افغان حکومت هېله څرګندوي چې له دغې طرحې به هر اړخېز ملاتړ وشي.

د کابل پروسې لومړی غونډه د روان لمریزکال د جوزا په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان سره له دې چې د سولې له دغې طرحې هرکلی وکړ، خو د سولې په پروسه کې د پاکستان په صادقانه همکاریو شک څرګند کړ.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

نوموړی وايي:

"د سولې طرحه چې د کابل پروسې په ناسته کې وړاندې کېږي، یو مثبت بدلون دی، موږ ورته خوشبینه یو او هېله مند یو چې عملي شي، خو پاکستان هېڅ کله صادقانه همکاري نه ده کړې او دا ځل هم ترې د ريښتني همکارۍ تمه نشو کولی."

نوموړي وویل، د دې طرحې په اړه باید د ګډون کوونکو هېوادونو قناعت راخپل شي.

ښاغلي عرفان ټينګار وکړ، تر هغه چې ټول ګډون کوونکي هېوادونه د پاکستان په وړاندې يو واحد دریځ ونه لري د سولې دا خبرې اترې به کومې نتېجې ته ونه رسېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG