د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

بختیار: طالبانو او د نشه‎يي توکو مافیايي ډلو ته له ۲۰۰ میلیونو زیات زیان اوښتی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې یې وسله‎والو طالبانو او مخدره موادو مافیايي ډلو ته درانه زیانونه اړولي چې اندازه‌یې تر دوه نیم سوه میلیونه اوړي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معين عبدالخلیل بختیار د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په روان کال کې د مخدره موادو پر ضد پولیسو نږدې ۲۵۰۰ عملیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معين عبدالخلیل بختیار
د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معين عبدالخلیل بختیار

ښاغلي بختیار د دغو عملیاتو پر مهال اوښتو زیانونو ته په اشارې سره وویل:

"په روان کال کې زموږ پولیس توانېدلي چې د هیروئینو د تولید ۲۷ لابراتوارونه له‎منځه یوسي، همداراز يې د مخدره موادو ۱۲ زېرمې هم له‎منځه وړې دي، دوی دا مواد د دې لپاره ذخیره کړي وو چې په مناسبت وخت کې يې بهر ته قاچاق کړي. په دې عملیاتو کې قاچاق کوونکو، مافیايي ډلو او وسله‎واله طالبانو ته چې د مخدره موادو له تورو پیسو څخه تمویلېږي، ۲۷۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی."

د ښاغلي بختیار په وينا وسله‎وال طالبان او ترورېستي ډلې د مخدره موادو له تولید او قاچاقو څخه پیسې ترلاسه کوي او له دې لارې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال نومبر میاشتې راهيسې د افغانستان په شمال او سوېل ولايتونو کې د مخدره موادو د کارخانو ويجاړولو او وسله‎‌والو طالبانو د مالي سرچینو وچولو لپاره د افغان او ناټو ګډو ځواکونو عملیات دوام لري.

د ناټو د چارواکو په خبره د دې عملیاتو له پیله بيا تر اوسه پورې وسله‌‎والو طالبانو او د مخدره موادو مافیايي ډلو ته نږدې ۲۰۰ میلیونه امريکايي ډالره زیان اوښتی او د مخدره موادو د تولید لسګونه کارخانې هم ویجاړې شوې دي.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند په دې باور دی چې د مخدره موادو او وسله‎والو طالبانو د مالي سرچینو پر ضد د روانو عملیاتو دوام د جګړې پر راکمولو اغېز کړی او هغوی يې له مالي پلوه کمزوري کړي دي.

نوموړی وايي:

"موږ اوس د دې شاهدان یو چې د دښمن اقتصادي وضعیت خراب شوی او عملیات‌یې کم شوي دي. تر دې مخکې دوی هره ورځ عملیات درلودل او خلکو او دولت ته‌یې ډېر زیانونه ور اړول. که د مخدره موادو د کارخانو ویجاړول همداسې دوام پیدا کړي، د ترورېستي ډلو د مالي سرچینو ډېره برخه به له‎منځه ولاړه شي او دوی به کمزوري شي."

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند

ښاغلی یارمند وړاندیز کوي چې پر روانو عملیاتو سربېره باید د افغانستان ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه وهڅول شي چې د مخدره موادو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او په افغانستان کې دننه د بزګرو لپاره د بدیل معيشت پروګرامونه پراخ کړل شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عملیاتي قوماندان جنرال لینس بونچ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د طالبانو کلنی لګښت ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالره دی چې په ۱۰۰ کې ۶۰ یې له نشه‎‎يي موادو څخه تر لاسه کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG